کورونا؛ ترکیې په اسیا کې د اخته کسانو لوړه شمېره اعلان کړه

.

د عکس سرچینه، AFP

تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ترکیه کې د کورونا وېروس له امله ۱۲۷ تنه مړ شوي چې په دې سره دې هېواد کې د مړو شمېر ۲۰۱۷ تنو ته ورسېد.

د ترکیې د عامې روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وايي، په یوه ورځ کې ۳۹۷۷ تنه پر کورونا وېروس اخته شوي چې د نویو شمېر په زیاتېدو سره په دې هېواد کې د اخته کسانو شمېر ۸۶۳۰۶ ته لوړ شو.

دا لوړې شمېرې داسې مهال په ډاګه کیږي چې په دغه هېواد کې د کورونا وېروس لومړۍ مثبته پېښه د مارچ پر لسمه( څلوېښت ورځې وړاندي) ثبت شوې وه خو د دې پېښې له ثبتېدو وړاندې یې خپلې پولې تړلې وې.

په امریکا کې د جانز هاپکینز د پوهنتون په وینا ټوله نړۍ کې کابو ۲ میلیونه او ۳۶۸ تنه په کورونا وېروس اخته شوي او ۱۶۳ زره تنه یې مړه شوي دي.

د ښاغلي کوجا په وینا تر اوسه په دې هېواد کې د کورونا وېروس ۶۳۵ زره تنه معاینه شوي چې ۱۲ زره تنه یې بېرته رغېدلي دي.

ترکیې د کورونا وېروس سره د مبارزې په پار ټول ښوونځي او پوهنتونونه رخصت کړي او همدارنګه یې په هېواد کې ټولې مذهبي غونډې ځنډولي دي.

ترکیې همدارنګه په هېواد کې د هغو کسانو پر تګ راتګ هم بندیز لګولی چې عمرونه یې له ۶۵ لوړ او له ۲۰ کم وي.

د ترکیې د اونۍ په پای کې د دویم ځل لپاره د دې هېواد د لویو ښارونو لکه انقره او استانبول په ګډون ۳۰ ولایتونو کې ۴۸ ساعته کرنتین اعلان کړ.

د ترکیي د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره د دې هېواد د ښارونو ترمنځ ځمکني، هوايي او سمندري سفرونو د ځنډولو اعلان کړی.

په عین وخت کې د اتاتورک د هوايي ډګر پر دوو ځغاست لیکو د روغتون جوړونې چارې انتقادونه پارولي. د اتاتورک هوايي ډګر د استانبول ۱۶ ملیونه وګړو لپاره اصلي هوايي ډګر دی. خو وروسته له هغه چې پروسږکال د نوي تاسیساتو د جوړولو لپاره وتړل شو، د مسافر وړونکو الوتکو پرمخ هم وتړل شو او یوازې د بار وړونکو الوتکو او حکومتي چاراکو د سفرونو لپاره کارول کیږي.

د استانبول ښاروال اکرم امام‌اوغلو د هوايي ډګر په ځغاست لیکې د روغتون پر رغېدو اعتراض وکړ او ویې ویل، چې په بېړنیو حالاتو د بېلګې په ډول د زلزلې په صورت کې دوی مرستې ته اړتیا لري.

د استانبول ښاروال د ترکیې حکومت تورن کړ چې په قصدي ډول غواړي د اتاتورک هوايي ډګر ویجاړ کړي کنه کولی یې شول دا روغتون یې دې هوايي ډګر ته څېرمه په یوه خالي ځمکه کې رغولی وی.

کورونا
کورونا