په وینه کې د کورونا وېروس څنګه ازمایل کیږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ حکومتونو د کورونا ویروس د مخنيوي په اړه بېلابېل غبرګونونه درلودلي دي. خو یو څه چې د دې وېروس پر ضد د مبارزې په برخه کې تر پخوا بدل دي، هغه د دې ناروغۍ معاینه کول یا ارزونه ده.
راځئ وګورو چې اوس د دې ناروغۍ څو ډوله معاینه شته او د نړۍ په کومو هېوادونو کې دا ټېسټ یا معاینه کېږي؟
د کورونا وېروس معاینه څو ډوله ده؟
د بریتانیا په ډېری روغتونونو کې په ځينو خلکو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مالومولو په موخه مختلف ازمېښتونو تر سره کېږي.
سواب، هغه معاینه ده چې پکې له پوزې او مرۍ نمونه اخیستل کیږي او بیا لابراتوار ته د وېروس د جنیتیکي د پیژندلو لپاره لېږل کیږي.
د انټي باډي ارزونه یې دویم ډول معاینه ده چې په وینه کېږي. په دې معاینې کې لیدل کېږي چې دا کس خو به پخوا په کوم وېروس نه وي اخته شوی؟
په دغه دويم ډول کې پر یوې الې د وینې یو څاڅکی اچول کېږي او د ناروغيو او وېروسونو پر وړاندې د انسان دفاعي ځواک پکې مالومول کېږي. دا د ميندوارو مېرمنو د معاینې په څېر ده.
د بریتانیا حکومت د انټي باډي درې نیم لکه معاینې پېرلې دي، خو تر اوسه یوه هم داسې نه ده پکې موندل شوې چې په پراخه کچه دې د کارولو باور پرې وکړای شي.
تر کومې کچې دا معاینې سمې پایلې لرلی شي؟
په روغتونونو کې د ناروغۍ د تشخیص لپاره کېدونکې ازموینې ډېرې د باور وړ دي.
خو د دې مانا دا نه ده چې په دغو ازمایښتونو کې دې د کورونا وېروس د هرې پېښې موندل یا پېژندل امکان ولري.
که کوم ناروغ پرې تازه اخته شوی، یا یې بدن کې د دې وېروس کچه کمه وي نو د دې ناروغ د معایناتو پایلې منفي یا ناسمې کیدای هم شي.
ځینې وخت د سواب معاینې لپاره له ستوني په اخیستونکې نمونې کې د وېروس کچه کافي نه وي، نو ځکه د سواب معاینه منفي هم ختلی شي.
تر اوسه د انټي باډي معاینې د پام وړ باوري نه دي ثابتې شوي.
تېره اوونۍ د برتانیا د عامې روغتیا وزیر مټ هنکاک ویلي وو، د انټي باډۍ ۱۵ معاینې یې تجربه کړې وې، خو د ده په ټکو یوه یې هم ښه نه وه.
پروفیسر جان نیوټن- چې په بریتانیا کې دا ډول ازمېښتونه څاري- ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، له چين څخه په پېرل شویو معاینو کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو د انټي باډۍ په موندلو کې بریالي شوي دي.
خو د داسې کسانو يې نه دي موندلي چې دې ناروغۍ يې حالت ډېر نه و خراب کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
معاینه ولې اړینه ده؟
دوه لاملونه دي چې خلک معاینه کیږي، لومړی دا چې پخپله یو ناروغ وکتل شي چې دا ناروغي لري او که نه، او دویم دا مالومول دي چې په بدن کې یې وېروس په کومه کچه شته؟
دا مالومات په راتلوونکي کې له روغتیايي ادارو سره مرسته کولی شي چې په دې اړه خپلې تګلارې څنګه جوړې کړي او له دې ناروغۍ د انسانانو د ژغورلو لپاره نور څه کولی شي.
دا ډول معاینې د ټولنیز واټن ساتلو په څېر پریکړو کې هم ګټورې ثابتېدای شي. د بېلګې په ډول که ډېر خلک وار له مخه پرې اخته شوي وي نو په داسې حالت کې ګرځبندیز یا قرنطین ته ډېره اړتیا نه پېښیږي.
او په لویه کچه د معاینې د نه کولو موخه دا ده چې د روغتیايي کارکوونکو په ګډون ډېری خلک به هسې خوشې په کورونو کېني.
بېلابېل هېوادونه څنګه په پراخه کچه دا ازمېښتونه ترسره کوي؟
جنوبي کوریا د بریتانیا پرتله په پراخه کچه په دې ازماېښتونو کې بریالۍ ده، دوی زیات ګړندی کار وکړ څو د معاینې لپاره کېټونه جوړ کړي او ښه ډېر ذخیره کړي.
که څه هم د جنوبي کوریا نفوس د بریتانیا پرتله لږ دی، خو تر دغه هېواد دوه چنده ډېر لابراتوارونه لري او د بریتانیا پرتله په اوونۍ کې دوه نیم ځله زیات د معاینو کولو وړتیا لري.
المان تر برتانیا درې ځله ډېر ازمېښتونه یا معاینې کړې دي.
د مارچ تر ۲۷مې المان له سل زرو کسانو د ۱۰۹۶ هغو معاینه وکړه، په داسې حال کې چې بریتانیا د اپرېل تر لومړۍ نېټې د هرو یو لکو وګړو له ډلې یوازې ۳۴۸ تنه معاینه کړای شول.
په ایټالیا کې بیا په هرو سلو زرو وګړو کې ۸۹۵ تنه معاینه شوي، جنوبي کوریا کې ۸۴۲ تنه، امریکا کې ۳۴۸ او جاپان کې بیا دا شمېر ایله ۲۷ تنه و.










