مینه په ماغزو کې پیدا کېدونکې مستي ده او که څه؟

    • Author, پروفیسر پراشکيف ناچوف
    • دنده, نیورولوجېسټ، یونيورسیټي کالج، لندن

د انسان په بدن کې د ځينو کيمیاوي او رواني عملونو له کبله پيدا کېدونکی عشقي یا مینه ناک احساس د وخت په تېرېدو سره کمېدلی شي؟

چې کله اورو "مینه ړنده ده"، "پلانی د پلانۍ په مینه کې لېونی شو"، "په لومړي ځل ليدو يې زړه رانه یووړ"، "پلانۍ د پلاني په مینه ځان وژني" او داسې نور، نو د مينې په دې ته ورته کارېدونکو کلمو کې د منځلارۍ پر ځای د شدت احساس کېږي. په هره ژبه کې داسې عبارتونه او ترکیبونه شته.

وايي چې مینه کېږي نه بلکې پخپله وشي، یانې د چا په اختیار او اراده کې نه ده. مینه لکه اور سوځوي دې، د سمندر په څېر دې له ځانه سره وړي او د سپرغۍ په څېر دې الوځوي او وزرونه درکوي. مینه پر موږ ډېره زوروره ده او قابو کولی یې نه شو.

کله مینه د یوې معما په څېر ده چې حل يې نشې موندلی او کله ډېره ساده ده. کله يې لاره ډېره نېغه او سمه ده، په کوژدې او واده تمامه شي او کله بیا په ځينو ټولونو کې له ډېرو پېچلتیاو ډکه وي.

خو بیا هم ولې پر مينې د ساینس زور نه دی بر؟

ژوندي موجودات د "فيرومونز" په نوم د یوې کيمیاوي مادې په خارجولو سره خپل مخالف جنس ته پيغام رسوي چې ورته چمتو دی/ده. یانې همدا ماده دوه مخالف جنسونه یوه بل ته ورکاږي او د دواړو خبرې د یوه بل په زړه نېغې لګېږي. که څه هم فيرومونز په خځندوو کې د جنسي پيغام رسولو په برخه کې مهم رول لوبوي، خو په انسانانو کې د دې د موجودیت نښې کمې دي.

که يوه کيمیاوي ماده له بدنه بهر یو بل وجود ته د جذابیت یا راښکون اشاره ور رسوي، نو په بدن کې دننه ولې داسې نه شي کولی؟ د اکسي ټوسېن هورمون يې ښه مثال دی. په دې اړه یوه ناسمه مشهوره شوې خبره دا ده چې دا د "دوو کسانو د یو ځای کولو هورمون" دی، د شيدو پيدا کولو او د تخمدان په راټولو کې مرسته کوي.

د اکسي ټوسېن د ځانګړتیا د مالومولو لپاره پر "پريري" نومي ځنګلي موږکانو یوه څېړنه ترسره شوه. دا ډول موږک هر چا پسې د توس وهلو پر ځای یوازې يو د ژوند ملګری/ملګرې پيدا کوي او په ډاګه د جنسي مینې اظهار ورته کوي. کله چې په دغو موږکانو کې د اکسي ټوسېن هارمون تولید بند کړای شو نو د دغو موږکانو تر منځ اړیکې او د مینې اظهار کم شو.

خو یو بل ډول موږکان چې په یوه وخت څو جنسي ملګري ساتي، کله چې په هغوی کې د اکسي ټوسېن کچه ډېره کړای شوه نو په دوی کې د شهوت او جنسي مقاربت غوښتنه کمه شوه. په انسانانو کې د دې اغېز هومره حېرانوونکی نه و نو ځکه دا هارمون د مینې په مسله کې ډېر ګټور نه دی.

کله چې پر مغزو د رومانټيکې مینې د اغېز مالومولو هڅه وشوه، نو د دې څېړنې پر مهال د مغزو هغه خوا روښانه شوه چې کله خپلې موخې ته د رسېدو پرمهال روښانېږي. خو که تر مينې پرته په یوه بله مسله کې هم زموږ د مغزو هماغه برخه روښانېږي، نو مانا دا چې ضروري نه ده دا پایله دې خامخا سمه وي.

د رومانټيکې مینې مسله د مور له مینې او یا له یوې ځانګړې لوبډلې سره علاقې سره توپير نه لري. نو ځکه د نیوروساینس یا له زړه او ځانه پر چا د قربانېدو جذبه او احساس په ډېره اسانه نشي واضح کېدلی.

موږ ته په کار ده چې نورې څېړنې هم وکړو؟

په عمومي ډول د ساینسپوهانو ځواب باید پر ثبوت ولاړ وي، خو د دې مانا به دا وي چې د مینې جذبه یا احساس په میخانيکي ډول د اظهار یا څرګندولو وړ دی. په دې اړه هره پرېکړه او پایله ساده یا یو شان نشي کېدلی.

د بېلګې په توګه، اوږد قد له پخوا وختونو راهیسې د جذابیت او راښکون نښه بلل کېږي، خو که د انسان بدن د ده د غوښتنو طابع وای، نو بیا خو به هر انسان د دیو غوندې قد یا ونه درلوده.

له دې حقیقته داسې ښکاري چې رومانټيک زړه راښکون یو ډېر مغلق او پېچلی عمل دی. ځکه، که د ژوند په نورو پرېکړو کې موږ له ډېر فکره کار اخلو نو د مینې په مسله کې ولې له عقل او فکره کار نه اخلو؟

او که مینه یو ساده میخانیکي عصبي عمل وای نو بیا خو به د یوې پېچکارۍ په وهلو سره یو چا ته د یو چا په زړه کې مينه پيدا کېدل ممکن وای. یا د عملیاتو پر مټ به د مینې او مینتوب حس د یو چا له بدنه ایستل کېدای شو. نو د مینې مسله ډېره مغلقه ده.