'سوریه کې اسراییلي برید ایراني ملېشه وژلي'

اسراییلي الوتکې

د عکس سرچینه، Getty Images

د سوریې پوځ وايي، اسراییلو په دې هېواد کې د ایران له خوا پر استول شویو وسلو برید کړی. د سوریې د بشر حقونو د څار ډلې ویلي، تېره شپه دمشق نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په دې برید کې څلور ایراني ملېشې وژل شوي.

سرچینه وايي، په دې برید کې د سوریې درې سرتېري هم وژل شوي.

د یادې سرچینې په وینا، دا برید وروسته تر هغه شوی، چې له ایران او د سوریې له ځینو سیمو هلته په وسلو بار الوتکې رسېدلې وې.

د سوریې پوځ وايي، د اسراییلو په دې برید کې له ایرانه استول شوې وسلې په نښه شوې دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس - سانا- د یوه پوځي ویاند له خولې ویلي، برید تېره شپه د نیول شوي جولان له لوړو شوی دی.

سوریه وايي، له جولان ځینې توغول شوي توغندي شنډ کړل شوي دي.

د بي بي سي عربي برخې خبریال عساف عبود وايي، د شپې د چاودنو درانه غږونه اورېدل شوي.

د سوریې رسمي خبري اژانس د سوری هوايي دفاعي برید ځینې انځورونه او وېډیوګانې هم خپرې کړې دي.

اسراییلي سرچینو تر اوسه ددغه برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی. ایران په سوریه کې د اسراییلو برید کې د خپلو پوځيانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې اسراییلي دولت ویلي وو، ایران او د هغوی له ملاتړي برخمن ځواکونه به په سوریه کې د پښې ټینګولو ته پرې نه ږدي، چې په دې اړه یې د سوریې پر ځینو سیمو بریدونه چمتو کړي دي.

ویل کېږي، ددغو بریدونو موخه د ایراني پوځيانو او د هغوی د ملاتړو د مرکزونو په نښه کول دي.

تېره اونۍ، داسې رپوټونه ورکړل شول، چې اسراییلي الوتکو سوریه کې ځینې هدفونه په نښه کړي.