مخکېنۍ بوسنیایۍ کډواله اتریش کې وزیره شوه

د عکس سرچینه، Reuters
د اتریش صدر اعظم سباستیان کورز پر خواله رسنیو هغه پیغامونه غندلي چې د عدلیې وزارت ته یې بوسنیا کې د زیږېدلې الما صادق د ګومارل کېدو په اړه کړي وو.
د عدلیې دا ځوانه وزیره له اره د بوسنیا ده. پلار یې په ۱۹۹۴ کال له بوسنیا نه اتریش ته کډوال او له جګړې تښتېدلی، چې هغه وخت الما صادق لس کلنه وه.
دا ۳۵ کلنه نوې وزیره وتلې حقوقي وکیله وه او اوس د زرغون ګوند له هغو څلورو وزیرانو ده چې د کورز له حکومت (محافظه کاره ګوند) سره د فبرورۍ پر څلورمه د یوې ټلوالې په جوړولو یوځای شوي.
مخکې له ښي اړخي خپلواکۍ ګوند سره د فساد له کبله د کورز ټلواله ړنګه شوه.
صادق په ویانا کې قانون لوستی، چې تر فراغت وروسته یې نړیواله جنايي محکمه کې هم کار کړی او د مخکېنۍ یوګوسلاویا د محکمو اړوندې قضیې یې مخته وړې دي.
بیا صادق امریکا ته تللې او هلته کولمبیا پوهنتون کې یې قانون کې ماسټري اخیستې او له ستنېدو وروسته یې وینانا کې په ۲۵ کلنۍ کې بشري حقونو کې دوکتورا ترلاسه کړې ده.
الما صادق په ګڼو حقوقي او نړیوالو ادارو کې کار کړی.
"بوسنیا کې نه یو"
د صادق پر ضد سخت دریځو ښي اړخو کمپاین پیل کړی او د هغې توکم او دین یې د اتریش له توکم او دین سره مخالف بللی. ان ځینو لیکلي چې یوه "ترهګره د کورني امنیت" پر پوست ګومارل شوې او یوه مخالف خو یې د "مرګ" ګواښ هم ورته کړی دی.
رپوټونه وايي، اغلې صادق هېڅ ځای کړکۍ ته نژدې نه کښېني/درېږي، ځکه وېرېږي چې برید پرې ونه شي، همدا ده چې تل د "کوبرا" په نامه د ټینګ امنیت کسان ورسره مل وي، خو د اتریش حکومت په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
نوموړې ډېره سیاسي تجربه نه لري، له درېیو کلونو راهیسې له زرغون ګوند سره یوځای شوې او بیا د پارلمان غړې شوه. دا وايي موخه یې د "ښي اړخو سخت دریځو" پروړاندې درېدل دي.
نوموړې پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي، په سیاست کې ورګډېدل یې د ټولنیز عدالت د دفاع پخاطر دي چې په وینا یې "ټول وګړي د ژوند مساوي فرصتونه ومومي، دوی که له اره هر ډول توکم، دین او جنسیت ولري."

د عکس سرچینه، Getty Images
صادقه د ۲۰۱۷ کال نومبر کې د پارلمان وکیله شوه، هغه مهال په یوه کوچني کیڼ اړخي ګوند کې غړې وه. د ۲۰۱۹ کال نیمايي کې له زرغون ګوند سره یوځای شوه.
هغې پارلمان کې له ښي اړخو وکیلانو سره ډېر لانجمن بحثونه کول، چې ان د اتریش د ولسي ګوند یوه غړي یې خبرې غوڅې کړې او پر هغې یې نارې کړې چې "موږ بوسنیا کې نه یو."
اغلې صادق د بوسنیا تولیدي توزلا ښار کې زیږېدلې چې په ۱۹۹۵ کال د بوسنیا جګړه کې د لویې ټولوژنې شاهد و، مور او پلار یې انجنیران دي.
دا لومړنۍ کډواله ده چې په اتریش کې د وزارت تر مقامه رسېږي. دا تل وايي چې دوه تابعیته "اتریشۍ - بوسنیایۍ" ده.









