د ټرمپ وړاندیز ته غبرګون؛ بیت المقدس د خرڅلاو لپاره نه دی

عباس

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان ته په غبرګون کې وايي، داسې فلسطینۍ ځمکه ورته د تصور وړ هم نه ده چې بیت المقدس یې پلازمېنه نه وي.

د منځني ختيځ لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان فلسطينيانو ته د يوه هېواد او اقتصادي هڅونې وړانديزکوي، خو دا پلان پر ښارګوټیو یا مېنو د اسراييل حاکميت ټينگوي او بيت المقدس یې د نه ويشل کېدونکې پلازمينې په توگه په رسميت پيژني.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په داسې حال کې چې په واشنګټن کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامين نتنیاهو یې څنګ ته ولاړ و وویل، د ده وړاندیز 'د فلسطینیانو لپاره وروستی فرصت کېدای شي.'

اسراییل د دې وړاندیز تود هرکلی وکړ. د دې پلان له مخې چې ډونلډ ټرمپ هم په روښانه ټکو ووایه بیت المقدس به ټول د اسراییل وي، خو مسلمانان به په سوله ییز ډول پکې خپلو عبادتځیو ته تللی شي.

ولسمشر ټرمپ له فلسطینیانو وغوښتل چې که غواړي پلان سم پلی شي نو څو شرطونه دې ومني.

"د دې اطمینان ترلاسه کولو لپاره چې یو بریالی فلسطینی دولت رامنځته شي، موږ له فلسطینیانو غواړو چې د یوه بل سره سوله ییز ژوند کولو ننګونې ته غاړه کېږدي. په دې کې د بشري حقونو لومړني قانونونه، د اقتصادي او سیاسي فساد مخنیوی دی، د حماس کرغېړنو د اسلامي جهاد او د سولې د نورو دښمنانو د اعمالو مخنیوی، د اسراییل پر وړاندې د کرکې د خپراوي پای ته رسول او تر ټولو مهم، ترهګرو ته اقتصادي باج ورکونه دې د تل لپاره ودروي".

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسراییل لومړي وزیر د ټرمپ د پلان هرکلی کړی دی.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس بیا له رام الله څخه په یوه ټلویزیوني وینا کې د ډونلډ ټرمپ وړاندیز رد کړ او یوه توطیه یې وبلله.

هغه وویل، په دې وړاندیز کې هېڅ نوې خبره نشته، د دوی دریځ هماغه پخوانی دی او د فلسطینیانو حقونه د پېرېدلو نه دي:

"زه غواړم دواړو ټرمپ او نتنیاهو ته ووایم چې بیت المقدس د خرڅلاو لپاره نه دی او زموږ ټول حقونه د خرڅلاو او چنې وهلو لپاره نه دي. ستاسې د توطیې جوړجاړی به کوم ځای ته ونه رسېږي".

ښاغلي عباس زیاته کړه: "که بیت المقدس له لاسه ولاړشي، ایا موږ به له بیت المقدس پرته کوم دولت ومنو؟ دا هېڅ فلسطیني ماشوم، عرب او یا هم عیسوی نه شي منلی. همدا یې لامل دی چې له لومړي سره مو دوی ته، نه ویلي وو".

د دغه پلان مسوده چې ځینو 'د پېړۍ جوړ جاړی' باله او د ولسمشر ټرمپ د زوم جارید کوشنر په څارنه چمتو شوې وه، پټه ساتل کېده.

د سې شنبې په ورځ زرګونه فلسطینیانو په غزه تراړه کې احتجاج کړی او اسراییل په نیواکي (اشغال شوې) لویدیځه غاړه کې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، TRUMP TWITTER

تر دې وړاندې په دوشنبه په واشنګټن کې له ولسمشر ټرمپ سره له لیدو وروسته اسراییلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د ښاغلي ټرمپ ستاینه وکړه او هغه یې 'په سپینه ماڼۍ کې د اسراییلو تر ټولو ښه ملګری' وباله.

اسراییلي چارواکي وايي، ښاغلی نتنیاهو به د چهارشنبې پر ورځ مسکو ته لاړ شي، چې د روسیې له ولسمشر ویلادیمر پوتین سره د دغو وړاندیزونو په هکله خبرې وکړي.

فلسطینیانو د ۲۰۱۷ کال په ډیسمبر کې له هغه وروسته له ټرمپ ادارې سره اړیکي پرې کړل چې ولسمشر ټرمپ بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند او د امریکا سفارت یې له تل ابیب نه بیت المقدس ته ولېږداوه.