سنا مرېن؛ د نړۍ تر ټولو ځوانه لومړۍ وزیره

د عکس سرچینه، Reuters
د فېنلډ د ترانسپورت وزیره سنا مرېن به روانه اوونۍ د دې هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه لوړه وکړي، او په دې توګه به د ۳۴ کلونو په عمر د نړۍ تر ټولو ځوانه لومړۍ وزیره شي.
وروسته له هغه چې پخواني لومړي وزیر انټي رینې استعفا وکړه، واکمن سوسیال دیموکرات ګوند ۳۴ کلنه سنا مرېن دې څوکۍ ته غوره کړله.
له نوموړې سره به په حکومت کې څلور نور ګوندونه هم په ایتلاف کې شامل وي، او جالبه دا ده چې د دې نورو څلور واړو ګوندونو مشرانې هم ښځې دي، او د درېیو عمرونه یې تر ۳۵ کلونو کم دي.
د نړۍ په نورو ځوانو لومړیو وزیرانو کې د اوکراین اولېکسي هونچاروک ۳۵ کلن او د نیو زیلنډ جسېنډا ارډن ۳۹ کلنه ده.
سنا مرېن په ماشومتوب کې کوچیانی ژوند درلود او له خپلې مور او د هغې له ملګرې سره په یوه کرایي اپارتمان کې اوسېدله.
نوموړې یوې فېلنډۍ وېبپانې ته په ۲۰۱۵ کال کې ویلي وو چې په ماشومتوب کې یې ګوښه وخت تېراوه، ځکه د خپلې کورنۍ په اړه یې ازادې خبرې نشوې کولی.

د عکس سرچینه، AFP
خو نوموړې وایي، مور یې تل د دې ملاتړ کړی او دا ډاډ یې ورکړی چې په ژوند کې هر څه ترلاسه کولای شي. سنا د خپلې کورنۍ لومړی کس و چې پوهنتون ته ولاړ.
نوموړې د سوسیال دیموکرات ګوند په لیکو کې په چټکۍ سره را پورته شوه او ۲۷ کلنۍ کې ښارواله، او بیا په ۲۰۱۵ کال کې د پارلمان غړې شوه.
نوموړې له جون میاشتې راهیسې د ترانسپورت او مخابراتو وزیره ده او د ۲۲ میاشتو یوه لور هم لري.
تمه نه کېږي چې نوموړې به د خپل واک پر وخت د حکومت په تګلارو کې کوم لوی بدلون راولي، ځکه د ایتلافي حکومت د جوړېدو پر وخت ټول ګوندونه پر یوه ګډ پروګرام سره سلا شوي وو.
خو نوموړې ژمنه کړې ده چې حکومت به د خلکو د اعتبار ترلاسه کولو لپاره ډېرې هڅې کوي.
سنا مرېن د خپل عمر په اړه هم پوښتنې او اندېښنې بېځایه وبللې او زیاته یې کړه چې عمر او جنسیت ورته مهم نه دي.
نوموړې به د فېنلډ په تاریخ کې دریمه ښځینه لومړۍ وزیره وي. واکمن سوسیال دیموکرات ګوند په تېره اپرېل میاشت کې ټاکنې ګټلې وې








