د ګرونانک کلیزه؛ هند او پاکستان کې د سیکانو مذهبي مشر لپاره تاریخي مراسم

د سیکانو مذهبي مشر بابا ګرونانک د ۵۵۰ زو کلیزې لپاره هند او پاکستان کې مراسم جوړ شوي دي.

د کرتاپور لارې له تاریخي پرانیستې وروسته پاکستان کې سیکان جشن جوړوي. د کرتاپور له برکته اوس د هند سیکان له ویزې پرته پاکستان کې خپلو مذهبي ځایونو ته تللی شي.

وروستیو کلونو کې د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله سیکانو ته سخته وه چې دغه ځای ته لاړ شي.

خو د تېرې میاشتې تړون له مخې هندي وګړي د کرتاپور دربار صاحب ګردوارې ته بې ویزې تللی شي.

د کرتاپور دربار صاحب ګردواره کې ګرونانک د خپل ژوند وروستی ۱۸ کلونه تېر کړي دي.

د هغه پیرویان هرکال د نوموړي د زوکړې په ورځ کرتاپور ته ځي.

د هند سیکان اوس له پاسپورټ پرته کرتاپور ته تللی شي، خو نور پاکستان کې نشي ګرځېدلی او دلته د شپې تېرولو اجازه هم نه لري.

ګولډن ټمپل

د هند شمال ختیځ کې امرتسر کې هم ګولډن ټمپل د سیکانو تر ټولو سپېڅلې ګردواره ده.

د ګرونانک د زوکړې د دریو ورځو مراسمو د غونډو له امله یې کوربتوب ښه مشهور دی.

د مراسمو په لومړۍ ورځ سیک ټولنه خپل مذهبي کتاب ګروګرنت صاحب ټول لولي.

په دویمه ورځ یې دا کتاب لاس کې نیولی وي او د امرتسر کوڅو کې پرېډ کوي.

د هر عمر پیرویانو د رنګارنګ مارشل ارټس وړاندې کولو سره په زړه پورې ننداره جوړه کړې وي چې ګټکا ورته وايي.

دې ورځو کې دلته د ډېرو خلکو د ټولېدو هیله وي.

که د ګرونانک ژوند دریو برخو باندې ووېشو، نو یو یې د زوکړې ځای په پاکستان کې ننکانا صاحب، دویم یې سلطانپور لودي په هند کې او دریم هم پاکستان کې کرتاپور ځانګړی اهمیت لري.

خبریال رویندر سینګ رابن وايي، چې څنګه دوی ګولډن جوبلي لمانځي دا ډول د ګرونانک ۵۵۰ کلیزه هم لمانځل کېږي.

سږ کال د خلکو د شمېر له پلوه هم دا ورځ اهمیت لري، خو ریښتیا خبره دا ده چې سیکان هر کال د ګرونانک کلیزه یو شان لمانځي.

خبریال علي کاظمي هم دلته دی او وایي، زرګونه خلک سره ټول شوي او که څه هم دلته سیک لږکي دي، خو هرځای ښکاری، هره کوڅه، هر چوک کې ډېر لیدل کېږي.

نوموړی وايي د نړۍ له مختلفو سیمو سیکان دلته راغلی، چې ډېری یې له اونیو راهیسې هوټلونو او خېمو کې دېره دي.

۔