''د افغانستان نژدې نیمايي نفوس د خوړو خوندیتوب نه لري''

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

د اکتوبر ۱۶ د خوړو نړیواله ورځ ده او د سږ کال لپاره یې شعار دی " د خوړو د داسې یو سالم رژیم رامنځ ته کول چې نړۍ له لوږې وژغوري کړي".

سږ کال په نړۍ کې د خوړو نړیوالې ورځې لمانځلو نوښت په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې د نفوس ۴۵ سلنه برخه یا ۱۳ میلیونه کسان د خوړو خوندیتوب نه لري او پاتې ۵۵ سلنه نور یې د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې تېر کال وچکالۍ نږدې لس میلیونه خلک زیانمن کړي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت په خبره جګړه او نا امني، وچکالي، طبیعي پیښې او د نړیوالې ټولنې د مرستو کمښت هغه لاملونه دي چې په دې هېواد کې یې خلک د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ کړي دي.

بل لور ته د اقتصاد وزارت ویاند محمد یونس سالک بي بي سي ته وویل، دغه وزارت له یو شمېر اړوند ادراو سره په ګډه د روان وضعیت د مخنیوي لپاره پروګرامونه لري.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو لخوا د یونسیف یا د ماشومانو د ملاتړ اداره په یوه نوي راپور کې وايي چې د خوړو ناسم ژریم په ټوله نړۍ او افغانستان کې ماشومان له خطر سره مخامخ کړي دي.

یونسیف اداره وايي، بې وزلي، طبيعې پېښې او نامناسب خواړه د غیری صحی خوړو لامل کېږي.

خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې راپور کې چې د " ماشوم، خوراکي توکي او خوراک" نومېږي، ویل شوي چې په ټوله نړۍ کې ۱۴۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي، یا کمه وده کړې یا یې هېڅ وده نه ده کړې.

یونسف وايي په افغانستان کې د خوړو وضعیت تر دې هم ډېر خواشینونکی دی.

دوی وايي، هر کال دوه میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د خوار ځواکۍ له کبله ځوریږي چې له دې ډلې یې شپږ لکه له جدي ګواښ سره مخ دي او د خپلو همزولو پرتله ۱۱ ځله ډېر د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي