
دغه مرستې به تر ډېره له هغو کورنیو سره وشي، چې د خوړو خوندیتوب نه لري.
د خوړو نړیوال سازمان وايي د څه باندې اووه میلیونه اړو افغانانو له ډلې څخه له څه باندې دوه میلیونه کسانو سره د خوړو د موادو مرسته کوي. دغه مرستې به تر ډېره له هغو کورنیو سره وشي، چې د خوړو خوندیتوب نه لري.
د دې خوړو د چمتو کولو لپاره ۱۴۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې تر اوسه یې یوازې ۶۰۰ تر لاسه شوي دي. د خوراک نړیوال سازمان وايي افغانستان کې تر ۷ ملیونه ډېر کسان د خوړو خوندیتوب نه لري.
یاد سازمان وايي زیاتره دغه کسان ښځې او ماشومان دي، چې خوراکي مرستو ته اړ دي. افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان ویندوی اسدالله ازهري وايي، چې سازمان یې غواړي په روان کال کې تر دوو میلیونو زیاتو افغانانو سره خوراکي مرستې وکړي.
"د دې خوړو د چمتو کولو لپاره ۱۴۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. چارواکي وايي مرستندویه هېوادونو وروسره ژمنه کړې، چې دغه پېسې به ورکوي. د دوی په وینا دې لړ کې تېره ورځ لکسمبورګ د ۶۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه."
"ډبلیو سي په پام کې لري، چې سږ کال په ټول افغانستان کې له دوه اشاریه څلور میلیونه بیوزله افغانانو سره ، چې د خوړو له پلوه نا امنه دي، له دوی سره خوراکي مرستې وکړي."
د دې خوړو د چمتو کولو لپاره ۱۴۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده. چارواکي وايي مرستندویه هېوادونو وروسره ژمنه کړې، چې دغه پېسې به ورکوي. د دوی په وینا دې لړ کې تېره ورځ لکسمبورګ د ۶۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه.
ښاغلی ازهري وايي په دې پېسو به زیاته انرژي لرونکي بسکټ واخلي او د ښوونځیو په هغو زده کوونکو به یې ووېشي، چې د خوړو خوندیتوب نه لري. د خوړو نړیوال سازمان په نړیواله کچه له لوږې سره د مبارزې لوی سازمان دی.
دغه سازمان هر کال د نړۍ په نژدې ۷۰ هېوادونو کې له څه باندې ۹۰ میلیونه کسانو سره مرسته کوي. دغه سازمان له ۱۹۶۳ راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.












