آسیايي پرمختیايي بانک افغانستان سره یو میلیارد ډالره مرسته کوي

د خپريدو وخت: 18:02 گرینویچ - پنجشنبه 31 جنوري 2013 - 12 سلواغه 1391

دغه بانک د ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۱۲ زېږدیز کاله پورې له افغانستان سره څه باندې دوه اعشاریه اته میلیارد ډالره مرسته کړې

د آسیا پرمختیايي بانک چارواکو په کابل کې په یوه خبري غونډه کې افغان دولت ته ډاډ ورکړ چې له ۲۰۱۴ زېږدیز کاله وروسته به دغه هېواد یوازې نه پرېږدي.

د دغه بانک چارواکي وايي، د ۲۰۱۳ کال له پیله تر ۲۰۱۶ کال ترپایه یو اعشاریه دوه میلیارد ډالره د افغانستان د برېښنا، ترانسپورت او د اوبو د سرچینو په برخو کې لګوي.

افغانستان کې د آسیا پرمختیايي بانک مشر جوجي توکيشي وايي، له افغانستان سره دغه وړیا مرستې له دغه هېواد سره د اوږد مهاله مرستو د ژمنې ښکارندويي کوي.

ښاغلي توکیشي زیاته کړه مهم ټکی دا دی، چې د آسیا پرمختیايي بانک د اوږد مهال لپاره به په افغانستان کې وي. د یوه یا دووکلونو لپاره نه بلکې د تل لپاره په دې فکر کې یو، چې په افغانستان کې د نسلونو لپاره پاتې شو. دا له دغه هېواد سره زموږ ژمنه ده.

ښاغلی توکیشي وویل تاکل شوې دغه پروژې د افغان دولت په غوښتنه، د ملي بودیجې لخوا او د دغه هېواد د ملي ستراتېژی په پام کې نیولو سره به پلې شي.

"معمولا تاسو له افغانستانه بهر ځینې خبرې اوری، هغوی د افغانستان په اړه ښه انځور نه وړاندې کوي خو موږ په دې باور یو، چې په دغه هېواد کې ښه کارونه شوي دي"

ښاغلي توکیشي

خو د نوموړي په وینا د آسیا پرمختیايي بانک به د دغو پیسو د لګولو څارنه کوي.

ښاغلي توکیشي زیاته کړه معمولا تاسو له افغانستانه بهر ځینې خبرې اوری، هغوی د افغانستان په اړه ښه انځور نه وړاندې کوي. خو موږ په دې باور یو، چې په دغه هېواد کې ښه کارونه شوي دي. موږ به د افغان دولت په مرسته د دغو پیسو څارنه کوو.

شبرغان، بغلان، کندز، کابل، لوګرپکتیا او خوست ته له ترکمنستان نه د وارداتي برېښنا لېږدول د هغو لویو پروګرامونو څخه دي، چې د آسیا پرمختیايي بانک يي لګښت برابروي.

دغه بانک د ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۱۲ زېږدیز کاله پورې له افغانستان سره څه باندې دوه اعشاریه اته میلیارد ډالره مرسته کړې، چې تر ډېره وړیا مرستې دي.

افغانستان څلورم هېواد دی، چې له آسیا پرمختیايي بانک نه يي ډېرې وړیا مرستې او پورونه ترلاسه کړي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>