
د نړیوال بانک سیمه ییز مشر باب رابرت سام وویل، د دغه تړون لاسلیکول له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام ښکارندویې کوي.
نړیوال بانک د افغانستان د ملي پیوستون د پروګرام له دریم پړاو سره چې لويه برخه يې په کليوالي سيمو کې پلې کېږي ۲۵۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
د ملي پیستون پروګرام چې د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت له خوا پلي کېږي د چارواکو په وینا په دریم پړاو کې به یې په ۱۵ زره نوو کلو کې هم عام المنفعه پروژې پلي شي.
د غه تړون د افغانستان د مالیې وزارت او د نړیوال بانک ترمنځ لاسلیک شو.
د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر ویس برمک د تړون ن پر مهال وويل د دغو ۱۵ زرو کليو ترڅنګ به په ۱۲ زره نورو کلیو کې له پخوا پاتې پروژې تکمیل او نوي نورې پروژې به هم پیل شي.
ښاغلی برمک وايي، د ملي پیوستون د پروګرام پر مټ د افغانستان په کلیو کې د خلکو د لومړیتوبونو له مخې بیلابیلې پروژې لکه د څښاک لپاره د پاکو ابو برابرول، د سړکونو جوړول، اوبه لګول، د بریښنا د تولید د وړو بندونو جوړول او یو شمېر نورې پروژې پلې کېږي.
د کلیو د پراختیا وزیر دغه راز وویل په هغو سیمو کې چې د ملي پیوستون پروګرام پلي شوی، ارزونه یې پیل کړې چې پایلې به یې تر راتلونکو دوو دريو میاشتو پورې اعلان شي.
"د دغو ۱۵ زرو کليو ترڅنګ به په ۱۲ زره نورو کلیو کې له پخوا پاتې پروژې تکمیل او نوي نورې پروژې به هم پیل شي"
د کلیو او پراختیا وزیر
د نړیوال بانک سیمه ییز مشر باب رابرت سام وویل، د دغه تړون لاسلیکول له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام ښکارندویې کوي.
ښاغلي سام زیاته کړه د نني تړون لاسلیکېدل، افغانستان سره د نړیوال بانک او د افغانستان د بیاجوړونې د صندوق د مرستو د دوام په مانا ده. د ملي پیوستون پروګرام په تیرو لسو کلونو کې د پروژو د تطبیق په برخه کې لویې لاسته راوړنې درلودې.
د کليو او پراختیا وزیر وايي، د دریم پړاو په ختمیدو سره به د افغانستان ۹۵ سلنه کلي د ملي پیوستون تر پوښښ لاندې راوستل شي.
د نوموړي په وینا تر اوسه نړیوالې ټولنې دغه پروګرام سره نژدې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې چې ۱،۵ میلیارده یې په پروژو لګول شوې دی.
د ملي پیوستون پروګرام په ۱۳۸۲ کال کې د نړیوال بانک او د نړیوالې پرمختیايي ټولنې په مرسته د افغانستان د انتقالي دولت له خوا پیل شو او په تیرې لسیزې کې په لرو پرتو سیمه کې د ودانیزو چارو بریالی پروګرام بلل شوی دی.












