
دا په تیرو ۲۵ کلونو کې په دې کچه لومړنۍ مرسته ده چې له برما سره کیږي.
نړیوال بانک په اسيا کې د دویم تر ټولو بې وزله هېواد برما د پرمختيايي چارو لپاره د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته تصويب کړې ده.
دا په تیرو ۲۵ کلونو کې په دې کچه لومړنۍ مرسته ده چې له برما سره کیږي.
په دغو پیسو به په لرې پرتو سيمو کې سړکونه، پلونه، ښوونځي او روغتيايي مرکزونه جوړ شوي.
په راتلونکو مياشتو کې به د دې په اړه خبرې وشي چې څومره پېسې کومو برخو ته ځانګړې شي.
تېره مياشت د امريکا متحد ايالتونو برما ته له پور ورکوونکو مالي ادارو بنديزونه او محدوديتونه لرې کړل.
بانک ویلي کله چې برما خپل اوسني پورونه پرې کړي، نو ۱۶۵میلیونه نور ډالر به هم د دغه هېواد د پرمختیایې پروژو لپاره برابري کړي.
جاپان له دغه بهیر سره چې تمه ده د راتلونکي کال تر لومړیو پورې بشپړ شي، مرسته کوي.
د آسیا پرمختیایي بانک او نړیوال وجهي صندوق هم وروسته له هغه له برما سره د همکارۍ بهیر له سره پیل کړی چې دغه هیواد له څه باندې یوه کال راهیسې سیاسي او اقتصادي اصلاحات پلي کوي.
په برما کې د ۲۰۱۰ له ټاکنو وروسته اصلاحات پيل شوي، چې په پايله کې يې پوځي حکومت په ملکي حکومت بدل شو.












