د تشناب پر کمود باید څه ډول کېنو؟

یو متوسط صحت مند سړی د خپل ژوند شپږ میاشتې په تشناب کې تېروي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو متوسط صحت مند سړی د خپل ژوند شپږ میاشتې په تشناب کې تېروي

که پر کمود ناست یې او دا مقاله لولئ چې ستاسې ډېر وخت نیسي نو ښايي خپل د ناستې پر بدلون فکر وکړئ، ترڅو هغه څه په ډاډه زړه یې سرته رسوئ چې د کولو لپاره یې تشناب ته راغلي یاست.

ښايي تاسې ته دا د خندا وړ وي، خو دا خبره ډېره مامولي هم نه ده.

یو متوسط صحت مند سړی د خپل ژوند شپږ میاشتې په تشناب کې تېروي چې په دې لړ کې ۱۴۵ کیلوګرامه فضله مواد خارجوي- د دې مطلب دا دی چې نړۍ کې هر سړی په کال کې د خپل وزن دوه برابره فضله مواد له بدنه باسي.

موږ پر کمود کېناستو سره د ۹۰درجې زاویې جوړوو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، موږ پر کمود کېناستو سره د ۹۰درجې زاویې جوړوو

اوس چې دومره پوهېږو چې دا کار زموږ د ژوند څومره مهمه برخه ده، دا ګورو چې د دې هدف د حاصلولو لپاره تر ټولو ښه لاره څه کیدلی شي؟

په تشناب کې د ناستې موده

هېڅ شک نشته چې ځینې کسان په دې کار کې له موږ وړاندې دي.

په ۱۹۲۰ میلادي کلونو کې د افریقا په کلیو کې د ډاکټرانو یوه ډله حیرانه شوه چې وپوهېده د دې سیمې په خلکو کې د هاضمې یا معدې ناروغۍ ډېرې کمې شوي دي.

نه یوازې افریقا بلکې ډېرو مخ پر وده هېوادونو کې هم دا پرمختیا ولیدل شوه.

د دې مشاهدو مطلب دا و چې دا یوازې د بېلابېلو خوړو له امله نه و، بلکې په دې پورې تړلې وه چې خلک څومره وخت کې دا عمل ترسره کوي او تر ټوله مهمه بیا دا چې تشناب کې څه ډول کېني؟

دا زموږ د غټو کولمو سره په عضلو کې انقباض پیدا کوي او همدا لامل دی چې ډېری خلک پر کمود د ناستې پر وخت، زور ډېر وهي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا زموږ د غټو کولمو سره په عضلو کې انقباض پیدا کوي او همدا لامل دی چې ډېری خلک پر کمود د ناستې پر وخت، زور ډېر وهي

څېړنې وایي، کله چې په لویدیځه نړۍ کې خلک تشناب ته ځي، نو کابو له ۱۱۴ تر ۱۳۰ ثانیو همداسې پر کمود ناست وي.

د دې برعکس مخ پر وده هېوادونو کې چې خلک تشناب کې د پښو په سر کېني، نو دا مامله یې ټول په ۵۱ ثانیو کې پای ته رسیږي.

کارپوهان وايي، مخ پر وده هېوادونو کې د تشناب کارولو طریقه ډېره صحي ده.

موږ پر کمود کېناستو سره د ۹۰درجې زاویې جوړوو، دا زموږ د غټو کولمو سره په عضلو کې انقباض پیدا کوي او همدا لامل دی چې ډېری خلک پر کمود د ناستې پر وخت، زور ډېر وهي.

شنونکي وايي، پر کولمو زور وهل د بواسیرو، بې هوښي او ان د زړه د حملې لامل هم ګرځي.

په ۳۱۵ میلادي کال کې په روم کې د خلکو لپاره ۱۴۴عمومي بیت الخلاوې جوړې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۳۱۵ میلادي کال کې په روم کې د خلکو لپاره ۱۴۴عمومي بیت الخلاوې جوړې شوې

نو بیا ولې د ولاړې کمود کاروو؟

ویل کېږي له نن شاوخوا ۶زره کاله پخوا انساني تاریخ په لومړي ځل په عراق یا میسو پوټیمیا کې بیت الخلا وکاروله.

په ۳۱۵ میلادي کال کې په روم کې د خلکو لپاره ۱۴۴عمومي بیت الخلاوې جوړې شوې چې دا کار د خلکو لپاره یوه ټولنیزه بوختیا شوه.

د روم په پیلاټین غره کې د کېندنې پرمهال یو عمومي بیت الخلا پیدا شوه چې په کې یو د بل ترڅنګ ۵۰ سوري لیدل کېدل، د دې مطلب دا وو چې خلکو خپل د راز خبرې په بیت الخلا کې کولې.

خو په ۱۸۸۰ میلادي کال کې یوه برتانوي پایپ غځونکي تهامس کریپر د کمود شکل د انګریز ټکي ' u' ته ورته جوړ کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خو په ۱۸۸۰ میلادي کال کې یوه برتانوي پایپ غځونکي تهامس کریپر د کمود شکل د انګریز ټکي ' u' ته ورته جوړ کړ.

په خپلو کړو فضله موادو د اوبو اچولو لومړی کمود یوه انګرېز درباري جان هېرنګټن جوړ کړ او هغه خپل دې نوښت ته د 'ایجیکس' نوم ورکړ.

خو په ۱۸۸۰ میلادي کال کې یوه برتانوي پایپ غځونکي تهامس کریپر د کمود شکل د انګریز ټکي ' u' ته ورته جوړ کړ.

د 'یو' په څېر د کمود د جوړښت ګټه دا شوه چې سترګې مو بلې خوا وانه وړي او له بدبوي هم خلاص شئ.

دې کمود د اروپا د تهذیب یوه بېلګه وګرځېده، خو دې کار نور څه ستونزمن کړل.

روغتیا ته خطر

په موږ ډېری داسې کسان شته چې داسې عذاب زغمي او پر کمود د ناستې پر وخت غاښونه چیچي، رګونه یې پړسېږي او د زړه ضربان یې زیاتیږي.

په دې سره قبض د هاضمې بدوالی یا د کولمو ناروغي هم هم راتللی شي، خو ډېری شنونکي د دې عذاب لامل اروپايي کمود لرونکي تشنابونه ګڼي.

د امریکا د کورنیل پوهنتون پروفیسر الیګزینډر کیرا دا د ناستې کمود چې په ۱۹۶۰ میلادي کال کې جوړ شوی د تاریخ یو غیر معقول ایجاد یاد کړ.

د امریکا د مشهورې سندرغاړې ایلوس پریسلي چې د راک او رولز موسیقۍ پا چا و، د کورني ډاکټر په وینا دغه سندرغاړې- ته چې د زړه حملې له امله مړ شو، وجه یې په دغه کموډ د بولو پرمهال زور وهل و.

پر کموډ د کېناستو پرځای چې ۹۰ درجې زاویه جوړېږي، د پښو په سر کېنئ او ۳۵ درجې زاویه جوړه کړئ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر کموډ د کېناستو پرځای چې ۹۰ درجې زاویه جوړېږي، د پښو په سر کېنئ او ۳۵ درجې زاویه جوړه کړئ.

ساده حل

که مو په تشناب کې د ګچو تخت جوړ کړی وي، نو د لېرې کولو هېڅ فکر مه کوئ، د دې لپاره یو ساده حل لرو.

پر کموډ د کېناستو پرځای چې ۹۰ درجې زاویه جوړېږي، د پښو په سر کېنئ او ۳۵ درجې زاویه جوړه کړئ.

په داسې ناستې سره ستاسو لویه کولمه سیده کېږي او د متیازو په عمله کې مو څه خنډ نه راځي.

دا هم ویلی شو چې یو کوچنی څوکۍ هم کارولی شئ، خو د شدیدې اړتیا پر وخت کې خپل د پښو لاندې یو څه کېږدئ څو مو پښې ۳۵ درجو ته برابرې شي.