اسلام اباد عالي محکمه: قاضیان دې نور خواله رسنۍ نه کاروي

    • Author, شهزاد ملک
    • دنده, بي بي سي اردو؛ اسلام اباد

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد عالي محکمې د اړوند محاکمو د قاضیانو لخوا د خواله رسنیو استعمال په تړاو اندېښنه ښوولې او امر یې کړی چې قاضیان باید ټویټر، فېسبوک او نورې خواله رسنۍ استعمال نه کړي. قاضیانو ته امر شوی، چې باید خواله رسنیو کې هېڅ حساب یا اکاونټ چمتو نه کړي، که نه له سخته عدلي او قضايي غبرګون سره به مخامخ شي.

له دې مخکې د اسلام اباد عالي محکمې له لوري په یوه خبر پاڼه کې د عدلي ادارو له ټولو کارکوونکو غوښتنه شوې وه، چې باید د انسټاګرام، فېسبوک او ټویټر په ګډون د خواله رسنیو له پیغامونو خپرولو ډډه وکړي. په خبر پاڼه کې ویل شوي و، چې پر خواله رسنیو فعالیت د اصولو او ظوابطو خلاف چاره ده. په اسلام اباد کې له ترورېزم سره د مبارزې دوې محکمې، د احتساب دوې، یو ځانګړی قضايي مرکز، د انټرنېټي جرمونو مخنیوي یوه محکمه او د نشه يي توکو پر ضد محکمې فعالې دي او له مخکې یې لا د دندې پر مهال قاضیان د موبایل ټیلفون کارولو اجازه نه لري.

خو د سیمه ییز حکومت مرستیال کمېشنر د چې د سیمه ییزې محکمې چارې هم ور له غاړې دي دا بندیزونه نه دي لګول شوي. د سترې محکمې په اړوند هره محکمه کې د ګرځنده ټیلیفون ګرځول منع دي او همدرانګه قضایي کارکوونکي د محکمې له خونې بهر له وکیلانو، حاضرینو او د رسنیو له استازو ګرځنده ټیلیفونونه راټولوي. د پاکستان نورو څلورو عالي محکمو له خوا دغه ډول اعلامیه نه دی خپره شوې او نه هم د دوی اړوند محکمو قاضیانو ته دا ویل شوي چې خواله رسنۍ دې نه کاروئ.

مخکې له دې چې د اسلام اباد سترې محکمې له خوا اعلامیه خپره شي، د قانون وزارت له خوا هم ویل شوي و، چې دولتي مامورین که وزارت ته ورځي، د هرکلي په سالون کې باید له اړوند چارواکو سره وویني.

دا وروستیو کې د پنجاب پولیسو د زور زیاتي په اړه خواله رسنیو کې ویډیويي کلیپونه خپاره شول او له هغه وروسته پرېکړه وشوه، چې د اړوند پوستې چارواکي باید کمره لرونکي موبایل ولري، خو د پوښتنو ګروېږنو او نورو برخو چارواکي په پوسته کې کمره لرونکي موبایل نشي کارولی.

داسې معلومات هم ترلاسه شوي چې د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له مرکزونو بهر د پولیس کارکوونکو په ګډون له هغو کسانو ګرځنده موبایل اخېستل کېږي چې څوک دې مرکزونو ته مراجعه کوي.