تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کاناډا د لومړي وزیر داسې انځور چې جنجالي شو
د کاناډا د لومړي وزیر جاسټن تروډو هغه عکس د دغه هېواد د ټاکنو درشل کې جنجال جوړ کړ چې نوموړي پکې د یو زرو یو شپې په نوم مېلسمتیا کې د ګډون لپاره خپل مخ قهوه يي کړی و، خو دا انځور چې رسنیو کې خپور شو، څو دقیقې وروسته ښاغلي تروډو پښېماني وښوده.
ښاغلي تروډو چارشنبه د دې عکس خپرېدو ته په غبرګون کې وویل، له خپله دغه کار سخت پېښمه دی او دا سبق یې زده کړ چې باید ډېر پام وکړي.
دا عکس د چارشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۱۸ اول ټایم مجلې خپور کړ او ویې لیکل چې دا یې د ویسټ پواینټ ګري پوهنتون د ۲۰۰۱ کال کتاب کې موندلی دی.
ښاعلی تروډو د اکټوبر پر ۲۱ یا نږدې یوه میاشت وروسته د خپل لومړي وزارت د پایښت لپاره ټاکنو کې نوماند دی.
نوموړی د کاناډا د پخواني لومړي وزیر پيیر تروډو زوی دی او پخوا یې د ونکوور ښار د ویسټ پاینټ اکاډمي کې- چې د خواصو او پوهانو پوهنتون- بلل کېږي درس ور کاوه.
دغه عکس کې ښاغلی تروډو د علاوالدین ته ورته جامو کې ښکاري، چې مخ یې هم یو مخ قهوه يي کړی دی او علاو الدین د یو زر یو شپې کیسو یو کرکټر دی
دا ډول مخ تورول توکمپال ګام تعبیرېږي.
اوس تروډو منلې چې دا انځور توکمپال و او باید دا کار یې نه وی کړی.
کله چې خبریالانو وپوښت و، یواځې دا یو ځل یې خپل مخ تور کړی، نو ځواب یې و چې یو ځل بل هم ښوونځي یوه ننداره کې مخ تور کړی و.
د کاناډا د مسلمانانو شورا هم دغه انځور ته سخت غبرګون ښودلی دی.
د دې شورا مشر مصطفا فاروق وايي: له تور مخ سره د لومړي وزیر لیدل ډېر خواشینوونکي دي. دا چلن د توکمپال تاریخ یادول دي چې هیڅ د منلو نه دی.
د ډیموکراټانو نوي مشر جامیت سینګ هم دا انځور سپکوونکي او ځوروونکی بللی دی.
د کاناډا د زرغون ګوند مشرې الیزابت مې هم پر انځور نیوکه کړې او دا داسې ګوند دی چې امکان شته د ښاغلي تروډو سره ټلواله جوړه کړي.