د تایلنډ د پاچا د مېرمنې انځورونه چې ور سره وېبپاڼه له کار وغورځېده

تایلنډ د خپلې نوې ټاکلې کنسورټ او د پاچا د مېرمنې ناویات نا نادر انځورونه خپاره کړي. د مالوماتو له مخې د دې انځورونو د ډېر کتلو له امله وېبپاڼه له کار غورځېدلې ده.

۳۴ کلنه سنینت وانګ واجیر پاکدي په دې انځورونو کې فایټر جېټ یا جنګي الوتکه، جنګي لباس او ټوپک سره لیدل کېږي.

پاچا خپلې ژوند شریکې ته د کنسورټ لقب یا نوم هم ور کړی.

کنسورټ داسې نوم دی چې پاچا یې د خپل ژوند شریک یا شریکې ته ور کوي.

د تایلنډ ۶۷ کلن پاچا ما وجیرالونګ کورن له خپلې څلورمې مېرمنې ملکه سوتدا سره جولای کې له واده دوه میاشتې وروسته هغې ته دا اغزاز ور کړ.

تورنجنرال سنینت هغه لومړنۍ څوک ده چې یوه پېړۍ کې د شاهي کنسورټ نجیب نوم ور کول کېږي.

تورنجنرال سنینت هغه لومړنۍ څوک ده چې یوه پېړۍ کې رایل نوبل کنسورټ نوم ور کول کېږي.

د رویټر د رپوټ له مخې، د پاچا د دې مېرمنې د انځورونو له خپرېدو وروسته پر وېبپاڼه دومره بیروبار جوړ شو، چې ور سره وېبپاڼه له کار وغورځېده.

د هغې له ژوند لیک سره دا انځورونه خپاره شوي دي.

د رپوټونو له مخې پاچا د سنینت لپاره د شاهي ژوند لیک کښلو حکم کړی، چې روزلې پیلوټه، نرسه او ساتونکې ده.

۴۲ کلنه ملکه سوتدا هم پخوا الوتکه کې خدمتګاره او د پاچا وجیرالونګ کورن شخصي ساتونکې یونټ مرستیال قومندانه وه.

له واجیرالونګ کورن سره پخوانۍ اړیکې لري او له کلونو راهیسې یې خلک ور سره ویني.

۶۷ کلنه مها وجیرالونګ کورن پر ۲۰۱۶ کال د خپل پلار له مرګ وروسته پاچا شو.