ورځپاڼې: ولسمشر ټرمپ په سېپټمبر کې افغانستان ته ځي

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، که ولسمشر ټرمپ افغانستان ته سفر وکړي، نو پاکستان به له ولسمشر ټرمپ څخه وغواړي چې د اړيکو د ښه کېدو ثابتولو لپاره پاکستان ته هم سفر وکړي.

د پاکستان 'دې نېشن' ورځپاڼې دغه هېواد ته د امريکا د بهرنيو چارو د مرستيالې الېس وېلز سفر ته کتنه کړې چې نن د يوۀ پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلې.

ورځپاڼه وايي، د افغان سولې بهير کې خوځښت چټک کېږي او اغلې وېلز به پاکستان کې د افغان سولې او د پاکستان او امريکا پر دوه اړخېزو اړيکو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.

يوې سرچينې دغې ورځپاڼې ته ويلي، که په دوحه کې د امريکايي او طالب استازو ترمنځ هوکړه وشي، نو بيا به ولسمشر ټرمپ د وروستي پړاوونو لپاره په سېپټمبر کې افغانستان ته سفر وکړي.

سرچينې ويلي، که ولسمشر ټرمپ افغانستان ته سفر وکړي، نو پاکستان به له ولسمشر ټرمپ څخه وغواړي چې د اړيکو د ښه کېدو ثابتولو لپاره پاکستان ته هم سفر وکړي.

سن ژوژنال

امريکايۍ سن ژورنال ورځپاڼې ليکلي، له طالبانو سره د ولسمشر ټرمپ را دبره کېدونکې معامله کې دا پوتنشيل نغښتى چې افغانستان ته له ١٨ کلنې بې پايلې جګړې وروسته پراخ ثبات راشي او يا افغانستان کې بيا د جګړې اور تازه کړي.

د جګړې د اور تازه کېدو پايله به دا وي چې ترهګرې ډلې زړورې شي او يوې بلې لسيزې لپاره دغه ولس ناکرارۍ ته ټېل وهي.

د ليکوال ''فريد ذکريا په باور چې وتلى ژورنالېست دى'' دا چاره به امريکا بيا اړ کړي چې ځواکونه يې په پراخ شمېر کې بېرته افغانستان ته ور وګرځي، لکه هماغسې چې په عراق کې د امريکا له چټکې وتنې وروسته وشول.ورځپاڼه وايي، دا ټول پردې تړلې چې له دغې قضيې سره څنګه چلند کېږي.

ليکوال وايي، کليدي موضوع بايد د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سياسي حل وي، نه د امريکايي ځواکونو چټک وتل. ليکوال پردې اند دى چې بل ګام به د سولې د خبرو پراخېدل او په کې د افغان حکومت ورګډول وي.

امریکايي ځواکونه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جګړې د اور تازه کېدو پايله به دا وي چې ترهګرې ډلې زړورې شي او يوې بلې لسيزې لپاره دغه ولس ناکرارۍ ته ټېل وهي

مطلب کې راغلي وروستۍ پايله به دا وي چې افغانستان کې د ملي يووالي حکومت جوړ شي او په کې اوس مهالى افغان حکومت او طالبان شامل وي، خو حياتي خبره دا ده چې واشنګټن داسې تېروتنې ونه کړي چې بيا يې ګرځول ګران وي.

مېلېټري ټايمز

امريکايۍ مېلېټري ټايمز ورځپاڼې د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ ليکلي، د امريکايي ځواکونو يو پخوانى افغان ژباړونکى په امريکا کې د انسانانو په قاچاق تورن شوى.

د امريکا د نيو جرسي څارنوالۍ ويلي چې پر دغه ٣٢ کلن افغان چې ٢٠٠٩ میلادي کال کې د کډوالو په ځانګړې ويزې امريکا ته تللى، تور دى چې د پيسو په بدل کې يې دوه افغانانو ته جعلي اسناد برابر کړي چې امريکا ته په قاچاق کولو کې يې مرسته وکړي. په دغو دوو کسانو کې يو د امريکايي ځواکونو پخوانى ژباړن و چې له دندې ګوښه شوى او افغانستان کې د امريکا پوځي بنسټونو ته پر تګ راتګ يې بنديز لګېدلى و.

ورځپاڼه وايي، دغه افغان که پړ وپېژندل شي نو له لس کلن بند سره به مخ وي.