امریکا افغانستان کې د سولې خپل ځایناسی لټوي

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان "ډان" ورځپاڼې لیکلي چې امریکا غواړي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، خو واشنګټن د افغانستان له ګاونډیانو غواړي چې په دغه هېواد کې د سولې او ثبات په برخه کې د امریکا ځای ډک کړي.

د دغې ورځپاڼې په لیکنه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد د کابینې غونډه کې خپله ستراتیژي روښانه کړې چې غواړي هند، روسیه او پاکستانه په افغانستان کې تشه ډکه کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه وروستیو کې ښاغلي ټرمپ د مقننه قوې له یو شمېر غړو سره په خبرو کې ویلي چې له ټولو هغو سیمو چې دی نه غواړي خپل ځواکونه باسي.

په افغانستان او سوریه کې د امریکايي ځواکونو د شتون پلوی سناتور لېنزي ګراهم ویلي له دغو دوو هېوادونو د خپلو ځواکونود وتلو پر اړتیا پوهېږي، خو زیاته کړې یې ده چې دا وتل به تدریجي او په کرارې وي.

د "سوت چاینا مارننګ پوسټ" ورځپاڼې په جنګي شرایطو کې د افغانانو ورځني ژوند ته کتنه کړې او په کابل کې یې د برېښنا په نامه د یوې لس کلنې نجلۍ بېلګه راخیستې چې مور او پلار یې په جګړو کې له لاسه ورکړي او دا له زدکړې سره مینه لري.

ډاکتر وي تیک یانګ چې له چین څخه افغانستان ته د څېړنې په موخه تللی ویلي، د افغان ماشومانو ژوند خواشینوونکی دی او هېر شوي دي. ډاکتر وي تیک یانګ ويلي په افغانستان کې ژوند هر ورځ د جګړې په بدرګه تېرېږي، خلک مري او دا نورمال ژوند نه دی او باید پکې بدلون راشي.

ده غږ کړی او د خلکو په ژوند کې د بنسټیزو بدلونو وړاندیز کړی.

ډاکتر وي تیک یانګ

د عکس سرچینه، Ezzatullah Mehrdad

د عکس تشریح، ډاکتر وي تیک یانګ ويلي په افغانستان کې ژوند هر ورځ د جګړې په بدرګه تېرېږي، خلک مري او دا نورمال ژوند نه دی او باید پکې بدلون راشي.