تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: افغانستان کرېکټ نړیوال جام کې ستر ټيمونه وډار کړل
گلف نيوز ورځپاڼې د افغان کرېکټ لوبډلې په تړاو خپاره کړي مطلب کې ليکي چې افغان لوبډله نړيوالو اتلوليو کې يوه لوبه هم و نه گټله خو د يوې اتلې په څېر سياليو ووته. ورځپاڼه وايي په جدول کې د افغان کرېکټ لوبډلې ځاى ځايگى تر ټولو وروسته و خو دغې بې تجربې لوبډلې د نړۍ يو شمېر ستر ټيمونه وډار کړل.
ورځپاڼې اتلس کلن اکرام علي خيل ته په اشاره ليکلي چې د وېست انډيز ځواکمنه لوبډله يې ووېروله.
افغان لوبډلمشر گلبدین نايب ويلي چې افغانستان کې د استعداد کمى نشته او هيله ده چې نور ځوانان هم د لوبېدو فرصت تر لاسه کړي.
پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې قطر کې د افغانانو د خپلمنځۍ ناستې په تړاو يو مطلب خپور کړى او د غونډې د پايلې په اړه يې د وېلسن څېړنيز مرکز د اسيا پروگرام مرستيال مايکل کوگېلمن څرگندونې را خيستې د فرانسې له خبري اژانس سره يې کړې.
ښاغلي کوگېلمن ويلي له دغې ناستې د يوې داسې اعلاميې تمه کېداى شي چې له ابهام ډک او عمومي خبرې کوي.
يولړ داسې اصول به طرح کړي چې عمومي او چاته د مخالفت وړ نه وي او پرمخ تلو ته د اړتيا په تړاو به سره سلا وکړي.
ورځپاڼې د ښاغلي کوگېلمن نورې خبرې هم راخيستې چې وايي ټاکل شوې د افغانستان ټاکنې راتلونکې سپتمبر کې تر سره شي.
دې ته په پام سره امريکايان، افغان حکومت او ځينې نور کليدي لوبغاړي غواړي وړاندې له دې چې په دغه هېواد کې د ټاکنو فضا واکمنه شي څومره چې شونې ته اقدامونه وکړي، ځکه کله چې ټاکنيزې فضا ځاى ونيوۀ نو سخته به وي چې د سولې پر خبرو هومره جدي پام ور ټول وساتل شي لکه اوس چې دى.
گارډين ورځپاڼې د هغې کشتۍ د کپتانې په تړاو يو مطلب خپور کړى چې څو ورځې وړاندې يې د ايټاليا له لوري د کډوالو د ژغورنې پر يوې بېړۍ لگېدلي بنديز ته له اعتنا پرته له سمندر ژغورل شوي ٤٢ کډوال د ايټاليا خاورې ته ورسول.
جرمن توکمې کرولا رکېت چې اوس له يوې اوږدې محاکمې او د زندان له گواښ سره مخ ده ويلي دي چې بيا به دا کار وکړي ځکه په وينا يې له سياسي لوبو د خلکو ژوند ډېر مهم دى.
تېره اوونۍ د ايټاليا ښي اړخي توندلاري حکومت ايټاليا ته د اغلې رکېټ د کشتۍ پر ورتگ بنديز ولګاوه ځکه هغې هڅه کوله د ليبيا له اوبو ژغورلي کډوال هلته بوځي.
نوموړې دوه اوونۍ په سمندر کې بنده پاتې وه خو بالاخره د ايټاليا اوبو ته ننوتله او ويل يې چې نور د ژغورل شويو کډوالو د خونديتوب تضمين نشي کولاى.