لندن کې پټه شوې د دبۍ د امیر مېرمن هیا څوک ده؟

‌له څو ورځو راهیسې ګڼې نړیوالې رسنۍ د دبۍ د حاکم محمد بن راشد آل مکتوم د مېرمنې د تېښتې په اړه غږېږي چې په یوه اروپايي هېواد کې یې د استوګنې او له اماراتي شیخ نه د جلا کېدو غوښتنه کړې ده.

د تېرې میاشتې وروستیو کې امریکايي "ډیلي بیسټ" وېبپاڼې وویل، یوه نړیوال شتمن محمد بن راشد یوه ناڅرګنده قصیده پر خپل انسټاګرام له دې سرلیک سره خپره کړې ده چې:‌ "واوسېدې او مړه شوې".

نوموړی په دې قصیده کې د خپلې مېرمنې او شهزادۍ هیا بنت الحسین د "غدر او خیانت" په اړه غږېږي.

هیا بنت الحسین د اردن د اوسني پاچا عبدالله بن الحسین خور ده.

د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، شهزادۍ په جرمني کې د پنا اخیستلو غوښتنه کړې چې لومړنۍ موافقه هم ورباندې شوې ده، خو اوس له خپلو دوو ماشومانو (۱۱ کلې جلیله او ۷ کلن زاید) سره د لندن په یوه پټ‌ ځای کې اوسېږي.

هیا له خپل ۶۹ کلن مېړه محمد بن راشد سره تېره میاشت برتانیا کې د اسونو اسکوټ سیالۍ پرمهال نه وه.‌

هڅې

خبري سرچینې وايي شیخ محمد بن راشد او د ابو ظبۍ واکمن محمد بن زاید دواړو د رویال اسکوټ تر سیالۍ پرانیستل کېدو مخکې جرمني ته سفر کړی و او هڅه یې دا وه چې هیا اماراتو ته په ستنېدو قانع کړي، خو جرمني چارواکي یې د هغې په ستنولو قانع نه کړی شول.

ویل کېږي په اماراتو کې یوه جرمن دیپلومات له شهزادۍ هیا سره دبۍ نه په تېښته کې همکاري کړې ده.

د دواړو (مېړه او ښځې) ترمنځ د سولې لپاره د محمد بن راشد قصیدې ټولې هڅې په سیند لاهو کړې.‌

ویل کېږي محمد بن راشد ۶ ځلې واده کړی چې ۲۳ لوڼې او زامن لري.

د مور له لاسه ورکول

۴۵ شهزادۍ هیا د برتانیا په ځانګړو بنسټونو کې زدکړې کړې دي بیا یې اکسفورډ پوهنتون لوستی، نوموړې له پلاره د اردن د اوسني پاچا عبدالله بن الحسین خور ده، خو مور یې ملکه علیاء د ۱۹۷۷ کال د چورلکې لوېدو په یوه پېښه کې مړه شوې ده.‌

هیا له کوچنیوالي د اس له سپرلۍ سره جوړه وه، هغې له سي اېن اېن سره په ۲۰۱۴ کال یوه مرکه کې ویلي وو، د خپلې مور له مړینه ډېره خواشینې شوې ده، همدا وو چې پلار یې پاچا حسین یو کوچنی اس ورکړ. هغه وخت دا شپږ کلنه وه،‌ له دغه اس سره یې ژوند او خپګان یوڅه بدل شو او له هماغه راهیسې یې له اسونو سره جوړه شوه.

په ۱۹۹۲ کال یې په دمشق کې د عربانو د لوبو شپږم پړاو کې ګډون وکړ او برونزي جایزه یې وګټله، په ۲۰۰۰ کال د سیډني اولمپیک لوبو کې یې د اردن استازیتوب وکړ، دوه کاله وروسته یې اسپانیا کې د اس ځغلونې نړیوالو اتلولیو کې د خپل هېواد استازیتوب هم وکړ.‌

هیا له محمد بن راشد سره په ۲۰۰۴ کال واده وکړ او دوه ماشومان یې ترې وزیږېدل، ۸ کاله د اس ځغلونې د نړیوالې اتحادیې مشره پاتې شوه او په ۲۰۱۴ کال یې استعفا وکړه.‌

تېره میاشت هیا پر خپل انسټاګرام یوه وېډیو خپره کړه او پر اس د سپرېدو لوبو ته یې د ستنېدو اعلان وکړ.‌

محمد بن راشد په برتانیا کې د اسونو یوه لویه کرونده لري چې ارزښت یې میلیاردونه پونډو ته رسېږي.

"دیلي ټیلیګراف" ورځپانې لیکلي، د برتانیا په نیومارکېټ‌کې د محمد بن راشد د اسونو کاروبار په ګرده نړۍ کې ساری نه لري چې ‍۱۵۰۰ کسان کار پکې کوي، ۴۵۰۰ اسونه پکې شته او د کروندې مساحت یې لس زره جرېبه کېږي.