هند کې احتجاج: سیاستوال دې اخیستې رشوتونه بېرته راکړي

هند

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، احتجاج کوونکي د دې لپاره د ځینې سیاستوالو کورونو شاوخوا کې راټول شوي، چې په وینا یې باید د رشوت په توګه اخیستل شوې پیسې بېرته ورکړې

د هند لویدیځ بنګال ایالت کې خلک د یو شمېر سیاستوالو خلاف راپورته شوي او هدف یې دا ښيي چې سیاسیون باید د دوی ورکړي بډې یا رشوتونه بېرته ورکړي.

د ایالت اعلی وزیرې ممتا بنرجي هم وزیرانو ته ویلي، خلکو ته دې هغه پیسې بېرته ورکړي چې حکومتي پلانونو کې د ونډې ورکولو لپاره یې ترې د رشوت په توګه اخیستې دي.

پولیس وايي، خلکو د مېرمن بنرجي د ګوند یوې ځايي مشرې پر کور د خپلو پیسو بېرته اخیستلو لپاره 'چاپه ' وهلې. اوس په ایالت کې د دغه ډول نورو پېښو رپوټونه هم ورکړل شوي دی.

یوه احتجاج کوونکي له انډو اېشین خبري شبکې سره خبرو کې وویل:

''دوی باید هغو خلکو ته پیسې بېرته ورکړي چې ترې اخیستې یې دي، موږ به دې رهبرانو ته یو سبق ورزده کړو. ''

د بي بي سي بنګالي څانګې امیتاب بټاسلي وايي، د هند سیاست کې د بډو رشوتو راکړه ورکړه معمول دی، خو د اوسني حالت تمه نه کېده. د بي بي سي خبریال زیاتوي، اوس هره ورځ د ایالت بېلا بېلو سیمو کې د احتجاجونو رپوټونه ورکول کېږي.

مېرمن بنرجي چې ګڼ پلویان لري، لومړی ځل ۲۰۱۱ کې واک ته ورسېده.

خبریالان وايي، په دا ورستیو کې د نوموړې محبوبیت په کمېدو دی، چې له کبله یې سیاسي تګلاره لرزانده ده.

ممتا بنرجي

د عکس سرچینه، Getty Images

داسې هم ویل کېږي چې ښايي د هغې وروستۍ څرګندونې د هغه محبوبیت بېرته تر لاسه کولو لپاره وي، چې نوموړې د هند وروستیو ټولټاکنو کې د لومړي وزیر نرېندرا مودي د واکمن بهارتیه جنتا (بي جي پي) ګوند په مقابل کې بایللی دی.

د ممتا بنرجي ګوند د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د بنګال له ټولټال ۴۲ څوکیو ۳۲ ګټلې وې، خو په وروستیو ټاکنو کې چې تاوتریخوالی هم پکې ولیدل شو او ځینې سیاستوال ان پکې ووژل شول، د نوموړې ګوند د ګټلو څوکیو شمېر ۲۲ ته راښکته شوی دی.