مسکو؛ الوتکه کې د اور له امله ۴۱ کسان وژل شوي

د ویډیو تشریح، مساپر د وتلو لپاره بېړنۍ لار کاروي.

د روسیې پلازمېنه مسکو په شرمتیووا هوايي ډګر کې د یوې الوتکې له بېړنۍ ناستې او اور اخیستو له امله ۴۱ کسان وژل شوي.

ویل کېږي کله چې د ۷۸ سپرلیو دا الوتکه هوايي ډګر ته کوزه شوه اور یې واخیست.

خواله رسنیو کې ویډیووې ښيي چې سپرلۍ په ډېر کاوړ له الوتکې ژغورل کېږي.

روسۍ رسنۍ وايي، چې دوه ماشومان او د الوتکې یو مېلمه پال هم په وژل شویو کې دي.

یو عیني شاهد وايي، د الوتکې د کسانو ژغورل یوه معجزه وه.

اروفلوت هوايي کرښه وايي، الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله اړ شوه چې هوايي ډګر ته ستنه شي، خو نور یې څه ونه ویل.

جہاز کو آگ لگ گئی

د عکس سرچینه، AFP

د سوخوی سوپرجټ-۱۰۰۰ په نوم دا الوتکه د ماښام شپږ بجې له شرمتیوو هوايي ډګر مومانسک ته والوتله، خو لږ وروسته د الوتکې کارمنانو د ستونزې پیدا کېدو له امله بېړنی پیغام ولېږه.

اروفلوت هوايي شرکت په بیانیه کې وايي، هوايي ډګر کې بېړنۍ ناستې سره د الوتکې ماشینونو اور واخیست:

"د الوتکې خدمتګارانو د سپرلۍ د ژغورلو لپاره خپل ټول وس وکړ او ۵۵ ثانیو کې یې الوتکه تشه کړه".

د روسیې د پلټونو جرګه ګۍ وايي، چې له ۷۸ کسانو یوازې ۳۷ شمېرل شوي دي.

جہاز کو آگ لگ گئی

د عکس سرچینه، Getty Images

اینټرفاکس خبري اژانس د یوې خبرې سرچینې له خولې وايي، چې د الوتکې کېناستو پسې ماشینونو سخت اور واخیست.

نوموړی دا ردوي چې الوتکې هوا کې اور اخیستی دی.

د پېښې لامل روښان نه دی او په تړاو یې پلټنې کېږي.

ہوائی اڈہ

د عکس سرچینه، Reuters

میخایل سوچنکو وايي، چې د چاودنې پر مهال الوتکه د هوايي ډګر پر ځغللیکه وه، خو دوی بهر ته په ټوپ اچولو بریالي شول.

نوموړي یوه ویډیو هم شریکه کړې چې له الوتکې د خلکو تېښته په داسې مهال ښيي چې لمبې پورته کېږي.

ویل کېږي ولسمشر پوتین د الوتکې له پېښې خبر شوی او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.