تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوریه کې د دولت پلوه ځواک ۳۵ غړي وژل شوي
په سوریه کې د بشري حقونو د څار برتانیا میشته ډله وايي اسلامي دولت نومې ډلې په سوریه کې د دولت پلوه ځواک ۳۵ کسان وژلي دي.
نوموړې څار ډله وايي پر دولت پلوه ځواکونو اورپکو په حمص او ديرالزور ولایتونو کې بریدونه کړي دي.
د بشري حقونو څار ډله وايي تېره پنجشنبه داعش ډلې ۲۷ تنه دولتي پوځیان او د متحدې ملیشه ډلې غړي په ختیځ حمص ولایت کې ووژل او اته نور یې په دیر الزور کې د پنجشنبې په شپه وژلي وو.
د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمان وايي: ''د اسلامي دولت نومې ډلې د خلافت د له منځه تللو له اعلان وروسته دا تر ټولو خونړي بریدونه وو چې د سوریې پر دولتي ځواکونو وشول. ''
څارونکي وايي په بریدونو کې لږ ترلږه د داعش ډلې شپږ کسان هم وژل شوي دي.
په ورته وخت کې داعش ډلې ادعا کړې چې غړو یې له پوځ نه وسلې او زغروال موټر هم نیولي دي.
"اسلامي دولت" نومې ډلې د دغو ادعا شویو بریدونو په اړه پر ټولنیزو رسنیو معلومات خپاره کړي خو د سوریې دولتي چارواکو نه دي تایید کړي.
دا بریدونه څو اوونۍ وروسته له هغه کېږي چې د داعش غړي له باغوز په نامه له خپل وروستي پناه ځای نه تېښتې اړ ایستل شول.
د کردي دیموکراتیکو ځواکونو یا ایس ډي ایف له خوا د مارچ په میاشت کې د باغوز په نامه سیمه د داعش ډلې د غړو له وجوده 'پاکه ' اعلان شوې وه.
که څه هم فکر کېده چې باغوز وروستۍ سیمه وه چې دولت پلوه ځواکونو له داعش ډلې ونیوله خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا د داعش ډلې او د هغوی د ایډیالوژۍ د له مینځه تللو په مانا نه ده.
اوس مهال زرګونه تنه د داعش غړي چې د کورنۍ له نورو غړو سره یوځای نیول شوي او بهرني اتباع هم په کې شامل دي همدې باغوز سیمې ته نژدي په کمپونو کې اوسېږي.