ولې برتانوۍ مېرمنې خپل مېړه وسوځاوه؟

د ۱۹۸۹ په پسرلي کې دیپک اهلوالیا خپله مېرمنه کرن جیت اهلوالیا له ویښتانو ونیوله او د هغې پر مخ یې سکروټه شوې وسپنه کېښوده.

د هغې مخ وسوځېد او د سوځېدو داغ پرې پاتې شو.

نوموړې وايي له خپل مېړه سره یې د یوې لسیزې تریخ ژوند پایله دا وه چې هغه یې دې حالت ته ورسوله.

دېرش کاله وروسته هغې بي بي سي ته وویل:

"ما خوب نه شو کولای، ډېر به مې ژړل. په فزیکي او روحي ډول دردېدلې وم."

هغه وايي:

"ماغوښتل همدغسې ګوزار پرې وکړم، هغسې چې پر ما یې ګوزار کړی و. غوښتل مې چې زما په څېر درد احساس کړي. له دې هاخوا مې بل فکر نه شو کولای. ذهن مې بیخي کار پریښی و."

یوه شپه چې کله د هغې مېړه ویده شو، نومړې یې پر پښو پطرول تېل وشیندل او اور یې ورته کړ. وروسته هغې خپل زوی له لاسه ونیو او وتښتېده.

"ما فکر کاوه یوازې د هغې پښې وسوځوم چې ماپسې رانه شي. غوښتل مې داسې درس ورکړم او ویې ویروم چې ټول عمر یې په یاد پاتې شي چې ښځې یې ورسره څه وکړل. هر ځل چې هغه خپلې پښې ویني، ما به یادوي."

کرن جیت اهلوالیا ادعا کوي چې نه یې غوښتل خپله مېړه ووژني. خو لس ورځې وروسته د هغې مېړه دیپک د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړه. د همغه کال په دسمبر کې کرن جیټ د خپل مېړه د وژنې په تور په عمر بند محکومه شوه.

نوموړې د هند شمالي پنجاب کې لویه شوې ده.

هغه ۱۶ کلنه وه چې مور پلار یې مړه شول. وايي ماشومتوب یې خوندور و. د ځوانۍ پروخت پرې د واده کولو فشار مخ په زیاتېدو شو.

"ما هېڅکله نه غوښتل چې واده وکړم، کاناډا کې د خپلې خور څنګ ته لاړم. ما نه غوښتل هند کې پاتې شم، واده وکړم او ماشومان ولرم. ما غوښتل کار وکړم، پیسې وګټم او خپل ژوند وکړم."

خو وروسته هغې د خپلې خور په وړاندیز انګلستان کې واده وکړ.

"مېړه مې کاناډا ته راغی چې ما وګوري، موږ پنځه دقیقې مجلس وکړ او بیا مې د هغه وړاندیز ومانه. زه پوهېدم چې د تېښتې لار نه شته. ما واده وکړ او ورسره زما ازادي لاړه."

د خپل مېړه د لومړیو وختونو په اړه وايي چې هغه ډېر ښه ښکارېده. خو نوموړې په دې نه پوهېده چې څه وخت به بدلیږي. یوه شیبه ښه او بله شېبه ډاروونکی و.

نوموړې وايي له خاوند سره یې تاوتریخوالی د واده له لومړۍ ورځې پیل شو.

"هرڅه چې به هغې غوښتل هماغه کېدل، شور، سپکاوی او په چاقو به یې ګواښلم. څو ځله یې له ستوني نیولم چې د ډېرو ورځو لپاره به مې خبرې نه شوای کولې."

اغلې کرن جیت زیاتوي:

"زما یادیږي چې د هغه کلیزه وه، ما زیات کار وکړ او هغه ته مې د ډالۍ په توګه د سرو زرو ګوتمۍ واخیسته. یوه اونۍ وروسته هغه په هماغه ګوتمۍ زما غاښونه مات کړل. په مخ یې په سوک ووهلم."

کرن جیت وايي، څو واره یې د خپل مېړه د پرېښودو پرېکړه وکړه خو ډارېده چې بیا به یې پيدا کړي او وبه یې وهي.

د واده په پنځم کال دواړه هند ته لاړل او هلته کرن جیت خپل مشر ته د وهلو ټکولو کیسه وکړه.

په لومړي سر کې د هغې کورنۍ خواشینې شوه خو چې مېړه یې بخښنه وغوښته، کورنۍ یې نوموړې قانع کړه چې بېرته خپل کور ته ورشي او څو میاشتې وروسته انګلستان ته په تلو پخوانۍ کیسه بیا پیل شوه.

دیپک له خپلې مېرمنې د اضافي پیسو غوښتنه وکړه چې دا خبره د دواړو ترمنځ په شخړې بدله شوه.

"زه تښتېدای نه شوم، طلاق مې هم نه شو اخیستلای. د کورنۍ لخوا فشار و چې باید ماشوم وزېږوم. هرچا راته ویل چې ماشوم پیدا کړې شاید هر څه بدل شي. هغه به یو مسوول سړی شي."

نوموړې وايي مېړه یې هېڅکله بدل نه بلکې لاپسې خراب شو ان تر دې چې پایله یې د هغه په سوځېدو تمامه شوه. په زندان کې د وخت په تېرولو هغه وايي، د ازادۍ احساس کوي، ځکه چې په خبره یې له خپل مېړه جدا ده.

خو وروسته د هغې د خوشې کیدو لپاره عمومي کمپاین وشو او محکمې هغه شواهد ومنل چې له مخې یې نوموړې د خپل مېړه سره د ژوند په څو کلونو کې په ژور خپګان یا ډېپریشن اخته شوې وه.

محکمې بیا هغې ته درې کاله او څلور میاشتې د بند سزا واوروله، هغه موده چې نوموړې وار له مخه په زندان کې تېره کړې وه او له دې سره هغه له بنده خوشې کړای شوه.