پاکستان کې د ممنوع تنظیمونو شمېر ۷۰ ته ورسېد

پاکستان کورنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ د دوو نورو تنظیمونو نومونه د هغو تنظیمونو په نوملړ کې شامل کړي چې ممنوع بلل کېږي او دې سره پاکستان کې د ممنوع تنظیمونو شمېر ۷۰ ته رسېدلی دی.
له ترهګرۍ سره د مبارزې پاکستانۍ ادارې نیکټا په چارواکو په خبره نوي ممنوع اعلان شوي تنظیمونه جماعت الدعوۃ او فلاح انسانیت نومېږي، چې د لشکر طیبه نومي تنظیم څانګې دي.
لشکر طیبه د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د واکمنۍ پر مهال ممنوع بلل شوی تنظیم دی.
بل لور ته د پاکستان حکومت له لوري ویل شوي، چې د ممنوع تنظیمونو اړوند ۴۴ کسان یې نیولي، چې د جېش محمد ډلې مهم مشران حماد اظهر او مفتي عبدالروف هم پکې شامل دي.

د عکس سرچینه، AFP
حماد اظهر او مفتي عبدالروف څوک دي؟
د سې شنبې پر ورځ د پاکستان کورنیو چارو وزیر شهریار اپریدي رسنیو ته وویل د دې دواړو کسانو نومونه په هغو اسنادو کې هم شامل و، چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د یوه خونړي ځانمرګي برید په تړاو هند حکومت پاکستان ته سپارلي وو.
جېش محمد ډلې د هغه موټر بم برید مسوولیت منلی و چې لږ تر لږه ۴۰ هندي سرتېري پکې وژل شوي وو.
پاکستان کې د امنیتي چارو شنونکی عامر رانا وايي، حماد اظهر او مفتي عبدالروف د جېش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر وروڼه دي. د نوموړي په وینا دوی دواړه خپله هم د جېش محمد ډلې فعال مشران دي او د پنجاب بهاولپور سیمې اوسېدونکي دي.
د خبریال سبوخ سید په وینا مولانا مسعود اظهر څلور وروڼه لري چې مولانا ابراهیم، مفتي عبدالروف اصغر، طلحه السیف او تر ټولو کشر حماد اصغر پکې شامل دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت یوه کارکونکي په خبره د تنظیم یو شمېر کسان نیول شوي دي، خو د حافظ سعید په اړه کورنیو چارو وزارت ته څه نه دي ویل شوي.
د تېرې میاشتې وروستیو کې د مالي اقدام نړیوالې کاري ډلې يا ایف. اي. ټي. ایف چې د ترهګرۍ د مالي سمبالښت پر وړاندې مبارزې لپاره جوړه شوې له پاکستانه غوښتي وو چې د حقاني شبکې، القاعده او لشکر طیبه تر څنګ د جماعت الدعوۃ، جېش محمد او فلاح انسانیت فاونډېشن په نامه ډلو پر ضد اقدامات وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته راولپنډۍ کې د ځايي چارواکو په وینا حکومت سیمه کې د دوو داسې تخنیکي زده کړو ادارو چارې په خپل لاس کې اخیستې چې د دې دواړو تنظیمونو لخوا اداره کېدې.
له دې مخکې د پاکستان کورنیو چارو وزیر شهریار خان اپریدي وویل، حکومت د ممنوع تنظیمونو پر ضد د اقداماتو لړ کې ۴۴ کسان نیولي دي چې د جېش محمد ډلې موسس مولانا مسعود اظهر زوی حماد اظهر او یو خپلوان مفتي عبدالروف هم پکې شامل دي.
د ښاغلي اپریدي په وینا د دې کسانو نومونه په هغو اسنادو کې هم شامل دي چې هندي چارواکو د فبرورۍ پر ۱۴ د هند تر کنټرول لاندې سیمه کې د یوه خونړي ځانمرګي برید په تړاو پاکستان ته ورکړل شوي دي.
نوموړی وايي که هند په هغه برید کې د دغو کسانو لاس لرلو ثبوت وړاندې نه کړي، خوشي به شي. ښاغلی اپریدی وايي، تر دوو اونیو پورې به پاکستان کې د ممنوع بلل شویو تنظیمونو خلاف اقدامات روان وي.
د نوموړي په خبره 'اوسنی حکومت به هېچا ته اجازه ور نه کړي چې د پاکستان خاوره د بل چا پر ضد استعمال کړي. '
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي څو ورځې مخکې ویلي و، چې مسعود اظهر ناروغ دی او له کوره بهر ته نه شي وتلای.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې هندي چارواکو ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ بریدونو په تړاو د یو شمېر کسانو نومونه پاکستان ته ورکړي وو، چې له هغه وروسته پاکستان چارواکو د لشکر طیبه یوه مشر ذکي الرحمان لکهوي په ګډون اته کسان نیولي وو.
ذکي الرحمان لکهوي وروسته خوشی شو، خو پاتې کسان له ۱۰ کلونو راهیسې د راولپنډۍ په اډیاله نومي زندان کې دي. د پاکستان قانوني ماهرینو په وینا له هنده پاکستان ته استول شوي اسناد او د هندي چارواکو څرګندونې پاکستاني محکمو کې د منلو وړ نه دي.








