تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: له افغان حکومت پرته د سولې جوړجاړی نشي کېدلی
نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې د دې خبرو مثبتو پایلو ته هیله مندي شته چې ښکېلې خواوې داسې یوې هوکړې ته نژدې شوي چې په افغانستان کې د تېرو اتلسو کلونو جګړه چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده، پای ته ورسېږي.
دا ورځپاڼه زیاتوي، د امریکا د ځانګړي استازي او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبد الغني برادر ترمنځ د اړیکو ترمنځ ډېر وضاحت نشته، خو ملا برادر لږ تر لږه دوه ځله له خلیلزاد او په افغانستان د ناټو ځواکونو له امریکايي قوماندان جنرال آسټن میلر سره د قطر د بهرنیو چارو د وزیر په حضور کې لیدلي دي.
نیویارک ټایمز د ځینو چارواکو له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی زیاتوي، په تېرو دوو ورځو کې پر اوربند هم خبرې شوي، خو یو وړاندیز دا شوی چې په هغو سیمو کې اوربند وشي له کومو چې امریکايي سرتېري ووځي.
ددې ورځپاڼې له مخې د افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو په اړه لا هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د نظر ژور اختلاف شته، خو وايي ځینې چارواکي اټکل کوي چې په دې برخه کې ځینې مثبتې نښې نښانې لېدل کېږي، لکه دا چې ښايي د افغان سیاستوالو په پلاوي کې چې له طالبانو سره به په قطر کې ګوري د حکومت پلاوي ته هم ځای ورکړل شي.
عرب نیوز ورځپاڼې د افغانستان د سولې په تړاو یو مطلب خپور کړی او سرلیک یې دی چې د افغانستان سوله تر بل هر وخت اوس ډېر نژدې ښکاري، په دې مطلب کې ویل شوي چې د سولې روان بهیر ته اکثره افغانان هیله من دي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هر جوړجاړی به لومړی مهم مخ په وړاندې ګام وي او پراخ بنسټه سولې ته لاره هواره کړي.
خو دا هم د یادولو ده چې د افغان حکومت له ګډون پرته پر هر څه جوړه نه شي کېدای، خو حکومت او هم طالبانو ته په کار ده چې د سولې لپاره خپله ژمنتیا د میلیونونو افغانانو غوښتنې ته په مثبت ځواب ویلو ثابته کړي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ابزرور لیکلي افغانستان د ثبت شویو افغان کډوالو د بېرته ستنېدلو پروګرام پيل شو. دا پروګرام د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له خوا هغو افغان کډوالو ته په پام کې نیول شوی چې په پاکستان کې مېشت دي او غواړي خپل وطن ته ستانه شي.
واشنګټن ایکسمانر خپرونې لیکلي د افغان سولې په برخه کې باید د هغو پوځیانو نظرونه په پام کې ونیول شي چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخستې ده.
ددې مطلب لیکوال وال وايي، د افغانستان په جګړه کې د لوېدیځو هېوادونو ۳۵۶۶ بهرني سرتېري وژل شوي نو په کار ده چې د هغو پځوانیو افسرانو او د هغو چې اوس په افغانستان کې دنده ترسره کوي نظر دې په پام کې ونیول شي ځکه دوی د طالبانو په تکتیکونو او امکاناتو ښه پوهېږي.
ګارډین ورځپاڼې لیکلي په نړۍ کې یوازې شپږ هېوادونه دي چې ښځو ته د نارینه و په څېر حقونه ورکړي دي. دا هېوادونو بلجیم ، ډنمارک ، فرانسه ، لاتویا ، لوسکمبورګ او سویډن دي. ورځپاڼه لیکي دا هېوادونه د نړیوال بانک له خوا د داسې هېوادونو په توګه معرفي شوي چې د کار اړوند خپلو قانونو کې د جندر یا جنسیتي مساوات مساله په ټینګه مراعات کړې ده.
ورځپاڼې د نړیوال بانک د یوې کارپوهې دا خبره را اخستې چې وايي که په نړۍ کې ښځو ته هم د نارینه و په څېر مالي حقونه ورکړل شي نو د نړۍ اقتصاد ته به یو سل او شپیته تریلیون ډالره ور زیات شي.