ورځپاڼې: د هند او پاکستان روانه ترینګلتیا یوه سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډرامه ده

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې په یوه مطلب کې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ ته کتنه کړې ده.

ګارډین لیکي په کشمیر کې د کنټرول د لیکې په اوږدو کې هوايي بریدونه او د پاکستان له خوا د احتمالي ځوابیه بریدونو ترسره کولو ګواښ، په ټوله مانا د جګړې تر پیلامې ډېر، یوه سیاسي ننداره ده.

لږترلږه نړیواله ټولنه تمه لري چې په اټومي وسله دوه سمبال ګاونډي هېوادونه بیا نښتې ته اړ نه شي.

ورځپاڼه لیکي په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان تر جوړېدو وروسته دغو دوو هېوادونو د کشمیر پر سر جګړه وکړه.

بیا په ۱۹۶۵ کال کې، په ۱۹۹۹ کال کې د کارګل جګړې او همدارنګه وړو او تکراري جګړو هېڅ ستونزه اواره نه کړی شوه.

کشمیر همداسې تقسیم، متضاد او د دعوو سیمه ده او په ټیټه کچه د اورپکۍ سرچینه پاتې ده چې د دواړو غاړو سخت دریځي ترې ګټه پورته کوي.

ګارډین لیکي د هند د سه شنبې هوايي برید د ځمکنیو اوږدو پوځي عملیاتو پرتله چې ښايي پاکستان یې سخت ځواب ورکړی وی لږ خطرناک غوراوی و.

پوځ
د عکس تشریح، پاکستاني پوځیان کشمیر کې ګزمه کوي.

د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم پر همدې موضوع مطلب کې لیکلي، په تېرو پنځو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د هند بریدګرو الوتکو د پاکستان خاوره کې د سه شنبې پر ورځ هوايي برید ترسره کړ.

خو ظاهراً داسې ښکاري د خصومت له ډېرېدو سره د دواړو هېوادونو مشران د جګړې مخنیوي هڅه کوي.

ورځپاڼه لیکي امریکا په عمومي ډول داسې کړکېچنو حالاتو کې د دوو هېوادونو ترمنځ د منځګړتوب هڅه کړې.

خو د ورځپاڼې په لیکنه په ۲۰۱۷ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هند ته له نژدې کېدو سره د پاکستان پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی دی.

د متحده اماراتو ګلف نیوز ورځپاڼې د یوه بختور هندي سړي په اړه مطلب خپور کړی.

په اماراتو کې یو هندی ترکاڼ(نجار) د یوې مخابراتي شبکې په قرعه کشۍ کې د خپل سیم کارت تر نوي کولو وروسته، یو نوی سپورټي موټر وګاټه.

۳۱ کلن بلویر سنګ چې په راس الخمیه کې یوه شرکت ته کار کوي او د میاشتې ۱۹۰۰ درهمه معاش اخلي د S570 ماډل مک لارن موټر ګټونکی شو. هغه دا موټر په ۶۰۰ زره درهمو وپلوره چې د ۱۱.۴ میلیون هندي روپیو برابر دی او پیسې یې کور ته ولېږلې.