لندن کې بیا د کارل مارکس پر قبر برید شوی

پر مجسمې د مارک پرضد توري لیکل شوي وو

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، پر مجسمې د مارک پرضد توري لیکل شوي وو

د لندن شمال کې د جرمني فیلسوف کارل په یاد مجسمه د دویم ځل لپاره خرابه کړل شوې ده.

په های ګېټ هدیره کې د هغه پر یادګاري مجسمه د "کرکې قانون" او "ټولوژنې انجنیر" توري لیکل شوي دي.

د تېرې فبرورۍ پر څلورمه هم د هغه پر مجسمې د سټک ګوزارونه شوي وو، چې یوې خیریه ټولنې ویلي وو، د پخوا په شان بېرته جوړول یې ګران کار دی.

د لومړني برید ‎په تړاو ځینې مشکوک کسان هم نیول شوي.

د برتانیا موزیم کې د رسنیو د برخې مسؤول ماکسویل بلوفیلډ ویلي، د دغه تخریب په اړه یې ټکان خوړلی دی.

دی زیاتوي: "دا د شرم کار دی. سور رنګ به بېرته پاک شي، خو د دویم ځل لپاره دغه تخریب د افسوس خبره ده."

تخریبوونکو پر قبر دښمنانه توري لیکلي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تخریبوونکو پر قبر دښمنانه توري لیکلي

نوموړی زیاتوي: "نه غواړم ووایم چې دا کار چار کړی او ولې، خو ښکاره ده چې کارل مارکس او د تاریخ هاغه پړاو یې نه خوښېږي. زه حیران یم چې په ۲۰۱۹ کال کې اوسېدونکی داسې کار کوي."

د دغې مجسمې د ساتنې اړوندې خیریه مؤسسې ایان ونګافیل وايي، دا په هېواد کې ډېره مهمه مجسمه ده.

پولیسو ویلي، ویلي، د وروستۍ پېښې په تړاو یې تر اوسه څوک نه دي نیولي.

د مارکس د مېرمنې جیني ویسټفالن د قبر د مجسمې یوه برخه په ‍۱۸۸۱ کال له مرمرو جوړه شوه، چې په ۱۹۷۰ کال د چاودنې له کبله ویجاړه شوه.

د مارکس قبر وړاندې هم د نازیانو د صلیب په رسمولو او رنګ پاشلو خراب شوی و.

دا په تېرو دوو اونیو کې دویم ځل دی چې د مارکس پر قبر برید کېږي

د عکس سرچینه، Friends of Highgate Cemetery Trust

د عکس تشریح، دا په تېرو دوو اونیو کې دویم ځل دی چې د مارکس پر قبر برید کېږي