"د تنزانیا پارلمان ټول استازي 'باید سُنت شي"

د عکس سرچینه، AFP
د تنزانیا پارلمان یوې غړې د دغه هېواد د ټولو نرینه غړو ازمویل غوښتي. دا وکیله وایي، که نارینه وکیلان ماشومتوب کې نه وي سُنت شوي نو اوس باید د ایچ ای وي/ایډز ناروغۍ د مخنیوي لپاره سُنت کړل شي.
دې غوښتنې د تنزانیا پارلمان کې بحثونه پارولي دي. د دغه افریقايي هېواد شاوخوا ۵ سلنه وګړي په ایچ ای وي/ایډز اخته دي.
جاکلین نګونیايي وايي، هغه ناسُنت شوي نارینه وکیلان باید سُنت کېدو ته غاړه کېږدي. د شمېرو له مخې، د تنزانیا شاوخوا ۷۰ سلنه سړي سُنت شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د سړیو سنتول له ښځو سره د جنسي اړیکو نیولو پرمهال د ایچ ای وي ویروس ۶۰ سلنه مخنیوی کول شي.
په یو شمېر افریقايي هېوادونو کې ځینې وګړي په ایډز اخته دي چې اوس سړي سنتولو ته هڅول کېږي.
جاکلین نګونیاني د پارلمان په عمومي غونډه کې د نا سنت شویو وکیلانو د سنتېدو غوښتنه کړې ده.
د پارلمان یوه بل غړي جوزف سلاسیني بیا د اغلې نګونیاني د غوښتنې هرکلی او ملاتړ کړی دی.
د تنزانیا ګاونډي کینیا کې - چې نسبتاً افریقا کې پرمختللی هېواد ګڼل کېږي، ډېرو جګپوړو چارواکو ددې کلتور دودولو په موخه په داوطلبانه ډول ځانونه سنت کړي.
پر دې سربېره، د تنزانیا د پارلمان ځینو غړو لکه چون جوزف کاشیکو له دې غوښتنې سره مخالفت ښودلی دی.
ګټې
ختنه کول د جنسي اړیکې پرمهال د ایچ آی وي ویروس د لېږد خطر (له پنځوسو تر شپیتو سلنې پورې) کموي، یا په بله وینا، سنت شوی کس له یوې داسې ښځې سره د جنسي اړیکو پرمهال چې ایچ آی وي ولري، لږ امکان لري چې په ایچ آی وي ویروس اخته شي.
ددې سربېره، سنتول د تناسلي ناروغۍ Herpes خطر په سلو کې له ۳۰ تر ۴۰ پورې کمولی شي، او د هغو خطرناکو ویروسونو په مخنیوي مرسته کولی شي، چې له سرطان ناروغۍ سره نېغه اړیکه لري.
ارزونې ښيي، چې سنتول له ښځې نه سړي ته د ایچ آی وي ویروس د لېږد احتمال کموي.
دا هم پتېیل شوې ده، چې په سنت شویو نارینه وو کې د سرطان ناروغي کمه وي.

د عکس سرچینه، .
له یوې اوږدې مودې راهیسې په ځینو لوېدیځ ټولنیزو کړیو کې په دې خبره یو تود بحث روان دی چې د نارینه کوچنیانو ختنه کول د دوی د روغتیا لپاره څومره ګټوره ده، او د دې دود پالل له اخلاقي پلوه څومره د منلو وړ دی.
دا بحث په ځینو مواردو کې د علمي او روغتیایي پولو له برید نه د سیاست غولي ته هم ور اوښتی دی او په ځینو مذهبي او ټولنیزو کړیو کې یې ترخه غبرګونونه زېږولي دي.
ډاکټران لارښونه کوي چې د ختنې عملیه اړینه ده چې په یو سپېڅلي یا تعقیم شوي چاپېریال کې د روزل شوو ډاکټرانو په لاس ترسره شي.











