موزمبیق کې ۱۰۰ زره سړي د اېډز د مخنیوي په موخه سنت کېږي

د عکس سرچینه، AFP
موزمبیق د جنسي اړیکې له لارې د اېډیز ناروغۍ اخته کېدو د مخنیوي په موخه د څه باندې ۱۰۰ زره سړو د سنتولو (ختنه کولو) هوډ کړی.
ددغه هېواد زامبیزیا سیمې روغتیايي چارواکو ویلي، دا کمپاین یې پر اوتو-مولوکوی، وایلي او ګوري سیمو ورټول دی چې هلته د نارینه وو سنتول ډېر دود نه دی.
دا په روان کال کې د نارینه وو د سنتولو دویم کمپاین دی. په لومړي ځل هلته ۸۴ زره سړي سنت شوي وو.
د زامبیزیا ولسوال او ډاکټر عبدالرزاق وايي دا کمپاین ډېر ګټور دی. دا سیمه ډېره ګڼ مېشتې ده:
"زما ټینګار دا دی چې د نارینه وو ختنه کول د اېډز او نورو ویروسونو په څېر د ساري ناروغیو د مخنیوي یوه ښه وقایه ده."
موزمبیق کې د نارینه وو د ختنه کولو پر دواړو کمپاینونو تر یو میلیون ډېر ډالر لګښت اټکل شوی چې دغه هېواد یې د اېډز پر وړاندې د امریکا د مرستندویې ټولنې (پېپفار) له خوا ترلاسه کوي.
د موزمبیق په نورو سیمو کې هم ختنه کول عام دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د نارینه وو سنتول د اېډز په ویروس د اخته کېدو مخنیوي کې کابو ۶۰ سلنه همکاري کوي.









