د موبایل په مرسته د بوټانو بندونه وتړئ

بوټان

د عکس سرچینه، NIKE

د عکس تشریح، فبرورۍ کې به د دغه ډول بوټانو پلور پیل شي

د لوبو سامان جوړونکي امریکايي شرکت نایکې د بوټانو لپاره داسې نوي تارونه یا تسمې چمتو کړي، چې خپله ټینګېږي او د موبایل ټیلیفون له لارې کنټرولېږي.

"بک ټو د فیوچر" نومي فلم کې دغه راز تارونه ښوول شوي وو، خو نایکې شرکت ۲۰۱۶ کال کې دغه خیالي طرح حقیقي کړه.

دغو بوټانو ته د نایکې اډاپټ نوم ورکړل شوی دی او ویل کېږي، او که غواړئ دا بوټان مو د موبایل له لارې کنترول کړئ نو ۳۵۰ ډالره لګښت پرې کېږي.

دغه اتومات تارونه د تکنالوژۍ یو شرکت بازار ته وړاندې کړي دي.

بوټان

د عکس سرچینه، NIKE

د شرکت تخلیقي نوښتونو څانګې مشر ایرک ایوار په دې هکله وايي:

''موږ په لوی لاس د دغه ډول بوټانو لپاره تر ټولو مخکې باسکټ بال لوبغاړي وټاکل، ځکه د دوی پر بوټانو ډېر فشار راځي. ''

ویل کېږي، لوبغاړي کولای شي د لوبې بهیر کې د تسمو یا تارونو څرنګوالي کې ادلون بدلون وکړي او د تفریح پر مهال به تارونه پرانیستل کېږي، چې د لوبې له پیله مخکې به یې بیا تړل هم اسان وي.

کله چې لوبغاړی بوټان پر پښو کړي، د یوه کوچني موټر او ګېر په وسیله به تارونه پخپله ځان سموي. له راتلونکي فبرورۍ وروسته به د دغه ډول بوټان پلور ته وړاندې شي، چې ډېټا هم ساتي او لوبغاړي یې له نایکې سره شریکولای شي.

بوټان

د عکس سرچینه، NIKE

د "ویري اېبل" تکنالوژۍ پاڼې مدیر مایکل شاه وايي:

''خلک د اتومات تارونو بوټان ځکه هم خوښوي چې یو خو یې فیوچر فلم کې لیدلي وو او دویم دا چې اوس دغه خیال په حقیقت بدل شوی دی. ''

نوموړی وايي، نایکې وايي کولی شي نورو بوټانو کې هم دغه تکنالوژي وکاروي، خو ښايي دا به د ګټې رسولو پر ځای هسې تماشه وي.