تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"پنټګان پر ایران د هوایي بریدونو پلان جوړ کړی و"
امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ جورنال لیکلي، د امریکا د ملي امنیت ادارې تېر کال د دفاع وزارت یا پنټګان ته ویلي وو چې پر ایران د هوایي برید لپاره پلان چمتو کړي. دا پرېکړه وروسته له هغه شوې وه چې په عراق کې ایران پلوه جنګیالیو د پلازمېنې بغداد پر هغه سیمه توغندي ور توغلي وو چې د امریکا سفارت پکې دی.
وال سټریټ جورنال د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو امریکایي چارواکو له خولې لیکلي، د سپینې ماڼۍ له دې پرېکړې وروسته د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو چارواکي سخت اندېښمن وو.
ورځپاڼه لیکي، دفاع وزارت د سپینې ماڼۍ په وینا پر ایران د برید لپاره پلان هم چمتو کړی و، خو دا څرګنده نه ده چې ایا دا پلان وروسته له سپینې ماڼۍ سره شریک شو که نه.
دا هم نه ده مالومه چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د دې پلان جزیات وړاندې شول او که له دې کار ډډه وشوه.
ولې برید پلان شو؟
دا ورځپاڼه لیکي، د دې پلان له جوړېدو یوازې څو ورځې وړاندې، د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر بر شپږمه نېټه د عراق پلازمېنې بغدا پر سفارتي یا دیپلوماتیکه سیمه درې توغندي توغول شوي وو.
دا توغندي پر ابادۍ نه وو لګېدلي او ځکه یې د سر یا مال زیان نه و اړولی.
له دې پېښې دوه ورځې وروسته په بصره ښار کې هم نامالومو وسله الو د امریکا قونسلګرۍ ته نژدې سیمه په توغندیو ویشتلې وه، خو کومه مرګ ژوبله یې نه درلوده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه د وال سټریټ جورنال دې رپوټ ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو دا یې منلې ده چې پنټګان ولسمشر ټرمپ سره د بېلابېلو وضعیتونو په تړاو وخت نا وخت پلانونه شریکوي.
د امریکا د ملي امنیت ادارې ویاند ګېرت مارکېز هم ویلي، که د نړۍ په کومه برخه کې د امریکا پر تاسیساتو یا سفارتونو کوم برید کېږي نو دوی بېلابېل غبرګونونه ارزوي.
یاده دې وي چې د امریکا د ملي امنیت اوسنی سلاکار جان بولټن د ایران یو سخت مخالف بلل کېږي او ډېر ځله یې هلته د رژیم د بدلولو خبره کړې ده.
نوموړي تر دې وړاندې د پخواني ولسمشر جورج بوش په اداره کې هم دنده لرله او په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امریکا د پوځي برید سخت ملاتړی و.
خو له ده پرته هم د ولسمشر ټرمپ په اوسنۍ اداره کې د ایران ګڼ شمېر مخالفان شته، چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دې ډله کې دی.