تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر کورنۍ خدمتګاره له جنسي پلوه ځورولې ده
د فلیپین پر ولسمشر رودریګو دوتیرتي د نیوکو نوی بمبار هغه مهال پیل شو، چې نوموړي وویل، د زلمیتوب پرمهال یې د خپلې کورنۍ پر یوې خادمې جنسي تېری کړی.
ولسمشر دا څرګندونې په کلیسا کې یوه کاهن ته کړې دي او وايي چې په خوب د ویدې خادمې چپرکټ ته ورغلی دی.
دی وايي، کله چې خادمه راویښه شوهو له خونې ووتله.
د ښځو د حقونو ملاتړې "ګابرېلا" په نامه ټولنې ویلي، ولسمشر "د ولسمشرۍ وړتیا نه لري او باید استعفا وکړي".
دا لومړی ځل نه دی چې د فیلیپین ولسمشر د خپلو څرګندونو په اړه غوسه دی، خو لاهم نوموړی په خپل هېواد کې مینه وال لري.
ولسمشر دا هم ویلي، کله چې خادمه بېرته خپلې خونې ته راغله، بیا ورغلی او د جنسي تېري هڅه یې پرې کړې ده.
"رابلز" خبري اژانس د کاهن له خولې ویلي، ولسمشر باید څو ځله ځینې مشخصې دعاګانې ولولي که نه، نو دوزخ ته به ولاړ شي.
په فیلیپین کې شتمنې کورنۍ تر ډېره خدمتګارانې ګوماري، همدارنګه اسیا او منځني ختیځ کې ښځې د کورنیو چارو د سمبالښت لپاره ګومارل کېږي.
وړاندې د ولسمشر ویاند ویلي وو چې ګني پر هغه پورې دا کیسه په "دروغو" تړل شوې ده.
د "ګابریلا" په نامه سیاسي ګوند، چې د ښځو د بشري حقونو دفاع کوي، د ولسمشر دا څرګندونې د جنسي تېري د اعتراف په معنا تعبیر کړې دي.
ددغه ګوند منشي جومس سلوادور ویلي "نه یوازې جنسي تېری شوی، بلکې په ګوته هم جنسي تېری پرې شوی".
د فیلیپین د حکومتي شمېرو له مخې، په دې هېواد کې تر یو میلیون ډېر وګړي له خپلو کورونو بهر په نورو کورونو کې د خدمتګارانو په تومګه کار کوي.
د دغه هېواد ولسمشر پر کاتولیکې کلیسا هم ټینګه نیوکه کړې ده.
وړاندې هم پر نوموړي نیوکې وې چې ولې یې د ښځو په اړه توندې څرګندونې کړې دي.
د تېر ۲۰۱۸ کال لومړیو کې هم پر نوموړي نیوکه وه، چې ولې یې د یوې نجلۍ شونډې ماچې کړي دي.