روسی ولسمشر ولادمیر پوتین له رپ موسیقۍ سر ټکوي

پویتن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي پوتین وایي، پر ځوانانو د رپ موسیقۍ ناوړه اغېز باید کنترول شي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل حکومت ته امر کړی چې په دغه هېواد کې رپ موسیقۍ منفي ټولنیزې اغېزې کنترول کړي. دا امر په داسې وخت کې شوی چې په دې وروستیو کې روسیه کې د رپ موسیقۍ یو شمېر کنسرتونه لغوه شوي دي.

ښاغلی پوتین وايي دا ناشونې ده چې پر رپ سندرو بندیز ولګول شي خو دولت کولای شي چې په کنترولولو کې یې ستر رول ولوبوي.

ولسمشر د هغو ځوانانو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې د رپ سندرو ته ورټولېږي او نشه يي توکي کاروي. ښاغلی پوتین وايي په رپ سندرو کې له کاریدونکې ژبې سره هم مخالفت لري او په اړه یې له ژبپوهانو سره غږیدلی دی

نوموړي ویلي د کلتور وزارت به د ځوانانو د کنسرتونو د څارلو یوه غوره لاره پیدا کړي.

پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسي چارواکي وایي، رپ موسیقي ځوانان نشو او سخت دریځۍ ته هڅوي

په دې وروستیو کې د رپ سمندرو روسی هنرمند چې په هسکی مشهور دی ونیول شو.

د هغه څو کنسرتونه په دې وروستیو کې له ترسره کېدو دمخه لغوه شول.

چارواکو ویلي چې د هغه پلان شوي کنسرتونه د دوی په وینا د سخت دریځې له امله لغوه کړای شول.

هسکي ته چې اصلي نوم یې ډیمیټري کوزنتسیف دی وروسته له هغه د ۱۲ ورځو بند جزا ورکړل شوه چې د یوه موټر پر سر یې خپلو مینه والو ته د رپ سندرې ویلې.

ولسمشر پوتین وايي که له یوه مخه پر رپ سندرو بندیز نه شي لګیدلی نو دا به ګټوره وي چې دولت دې د څارنې یوه تګلاره ورته جوړه کړي.

د هغه وینا له دې ستونزې سره باید په احتیاط چلن وشي.