د ځمکې ګرمېدو په اړه اندېښنې لاپسې ډېرې شوې

هوا تودوخه

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو د پولنډ کاتوویتسا کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره دوه اونۍ ناسته پیل کړې.

د ډېرو جزیاتو په اړه د تصمیم نیولو په موخه دا ناسته له ټاکلې نیټې یو ورځ مخکې پیل شوې ده.

د ځمکې د اوبو او هوا ګرمېدو په اړه پاریس کې د ۲۰۱۵ کال له غونډې وروسته دا د ملګرو ملتونو تر ټولو مهمه ناسته په ګوته شوې.

خو ویل کیږي پوره تمه نه شي کیدی چې دا غونډه هم د خلکو ژورې اندېښنې لرې کړي. په ځانګړې توګه هغه چې په تېرو دوه اونیو کې د ګلتوني ګازونو او د ځمکې زیاتې تودوخې په اړه د خلکو اندېښنې ډیرې شوې دي.

ښايي دا اندېښنه له دې پلوه وي چې برازیل د ۲۰۱۹ کال کلنۍ ناستې له کوربتوب ډډه وکړه.

د برازیل ښي اړخی افراطي ولسمشر جایر بولسونارو- چې نوی ټاکل شوی- په ارجنټاین کې په جي ۲۰ ناسته کې هم تاکید وکړ چې برازیل به د اقلیم بدلون له تړون نه ووځي.

د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون د تړون مشر پاتریشیا سپینوزا دا کنفرانس مهم بولي او ووايي: اوسمهال ښکاره نښې شته چې ښيي د اقلیم بدلون ستونزې هوارولو ته جدي اړتیا ده.

طعبیت، ډېویډ اتنبور

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، طبیعت پوه او د وحشي ژویو مستند جوړونکی ډېویډ اتنبورو به هم د پولنډ په غونډه کې ګډون وکړي.

بلخوا د فرانسې د پخواني لومړي وزیر په ګډون د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون پخوانیو غونډو مشرانو په ګډه بیانیه کې د ځمکې د هوا ګرمېدو پروړاندې د کوټلو ګامونو غوښتنه کړې ده.

"دنیا حساس پړاو کې ده او له نژدې ګواښونو سره د مقابلې لپاره راتلونکو دوه کلونو کې کوټلي ګامونه پورته کول بنسټیز ارزښت لري "

په یوه کال کې ۱۸۰ هېوادونو په لږ وخت کې د پاریس تړون تصویب کړ، خو تر ۲۰۲۰ کال به اجرايي نه شي.

د دې تړون په بنسټ به د ځمکې د تودوخې کچې محدودولو لپاره د ګلتوني ګازونو تولید تر ۲۰۴۵ کاله ۴۵ سلنې ته را کم شي.

خو څېړنې ښيي چې له څلور کاله درېدو وروسته، د شینکوریزو ګازونو تولید بیا ډېر شوی دی.

سویډن لهستان

د عکس سرچینه، HANNA FRANZEN

د عکس تشریح، سویډنۍ زده کونکې ګرتا تونبرګ چې د ځمکې د هوا د تودوخې پروړاندې ښونځي ته له تګ نه ډډه کړې او د پولنډ په ناسته کې یې ګډون کړی.

د پولنډ دغه ناسته داسې مهال کیږي چې د پاریس تړون د اجرايي کېدو لپاره د مقررو او جزیاتو د تدوین ضرب الاجل د روان کال تر پایه یا یوه میاشت وروسته پوره کیږي.

که څه هم امریکا د اقلیم بدلون له تړون وتلې خو تر ۲۰۲۰ کال باید په دغه تړون کې پاتې شي.

امریکايي مرکچیانو د پولنډ ناسته کې ګډون کړی چې د دې غونډې په اجرايي جزیاتو پوه شي او په خپل بهرني سیاست کې ترې ګټه واخلي.

د ډبرو سکرو ته د امریکا د ولمسشر ټرامپ زیاتې لېوالتیا ته په کتو، ویل کیږي سپینه ماڼۍ به د فسیلي موادو سوځولو تبلیغ په څنډه کې یوه ناسته جوړه کړي.

په پخوانۍ ناسته کې دې ته ورته کار د یو شمېر کسانو اعتراضونه را پورته کړي و.