د لومړۍ نړیوالې جګړې هېر شوي مسلمان سرتېري

Muslim graves in French World War cemetery.

د عکس سرچینه، Forgotten Heroes 14-19

د عکس تشریح، د لومړۍ نړیوالې جګړې د مسلمانو سرتېرو هدیره په فرانسه کې.
    • Author, راحل شیخ
    • دنده, بي بي سي اسیا څانګه

د لومړۍ نړیوالې جګړې سل کاله پوره شول. مختلف هېوادونه دې جګړه کې د خپلو سرتېرو هڅې ستايي، خو د جګړې په میلیونونو مسلمان سرتېري هېر شوي.

تاریخپوهان باوري دي چې دې جګړه کې د مسلمانانو په رسمیت پېژندل او د دوی له ګډونو خلک خبرول له اسلام وېرېدنې نړیوالې ستونزې سره مرسته کولی شي.

د مسلمانانو تجربې په نوم د پروژې مدیر حیان ایاز بابها وايي، د وخت تېرېدو سره مسلمان سرتېري هېر شوي دي.

د هغه په خبره، د برتانیا ښي لاسي توندلاري په دې باور دي چې مسلمانانو د دوی لپاره کوم کار نه دی کړی:

"خو د سلو کلونو واقعیت دا دی چې مسلمانانو د اروپا د امنیت او تاریخ لپاره مبارزه کړې او ځانونه یې قرباني کړي دي".

اټکل کېږي چې له یو نیم میلیون ډېرو هندي سرتېر و په لومړۍ نړیواله جګړه کې د برتانیا د دفاع لپاره جنګېدل او په دوی کې څلور لکه یې مسلمانان وو.

د مسلمانانو پروژه

ر
د عکس تشریح، ارسلاخان چې د هندي ځواکونو په لیکو کې د برتانیا په ملاتړ مختلفو هېوادونو ته لاړ.

د مسلمانانو پروژه اوله نړیواله جګړه کې د مسلمانو سرتېرو نړیوال ګډون را برسېروي.

دوی وايي، په دې تړاو پوهه زیاتېدل به برتانیا کې د اسلام ضد د توندلارو ویناوې شنډې کړي.

ښاغلی بابها وايي، ډلې یې لومړۍ نړیواله جګړه کې د مسلمانانو د رول په هکله د نويو معلوماتو او د سندونو ټولګه ترلاسه کړې ده.

هغه وايي دا سندونه یې د ۱۹ هېوادونو له ارشیپونو ترلاسه کړي چې ښيي نړۍ کې له څلور میلیونو ډېر مسلمانان لومړۍ نړیواله جګړه کې جنګېدلي یا یې د کارګرو په ډول ګډون کړی دی.

د خدای داد خان کیسه

Indian troops serving with the British Army pray outside the Shah Jahan Mosque in Woking, Surrey.

د عکس سرچینه، FPG/Hulton Archive/Getty Images

د عکس تشریح، مسلمان سرتېري د لمانځه پر مهال

په دې سرتېرو کې یو هم هندی خدای داد خان و چې له برتانوي سرتېرو سره اوږه په اوږه جنګېده.

هغه په داسې لښکر کې یوازې ژوندی پاتې شوی سرتېری دی چې د فرانسې او بلجیم د مهمو بندرونو د دفاع لپاره د جرمني د بریدونو مقابلې ته لېږل شوی و.

خدای داد خان وايي، د برتانیا د مرستندوی ځواکونو تر رسېدو پورې یې د دوښمن د پرمختګ مخه ډب کړې وه.

د خدای داد خان په خبره، د ۱۹۱۴ کال د اکټوبر پر ۳۱ یې د برتانیا د پوځ تر ټولو ویاړلی مډال- د ویکټوریا صلیب- وګاټه.

نوموړی د سوېلي اسیا لومړنی کس دی چې دا مډال یې ترلاسه کړی دی.

د مسلمانو سرتېرو کیسې اورېدل

A Muslim soldier praying.

د عکس سرچینه، Forgotten Heroes 14-19

د عکس تشریح، په میلیونونو مسلمان سرتېري د متحدانو لپاره وجنګېدل

د مسلمانانو تجربې په څېر ډلې غواړي د دې مسلمانو سرتېرو کیسې واوري او ځان ترې خبر کړي.

دوی دا هم غواړي چې د برتانیا مسلمانان دا وڅاري چې له لومړۍ نړیوالې جګړې سره شخصي اړیکي لري یا نه.

ډاکټر عرفان ملک په ناتینګهم کې ډاکټر دی.

له یوه ناروغ سره خبرې یې د دې سبب کېږي چې وپوهېږي پلرنی او مورنی نیکه یې د برتانیا لپاره جنګېدلی دی.

د دې مسلمان ډاکټر دواړه نیکونه- کپتان غلام محمد او صفدر محمد خان- د اوسني پاکستان د دلمېل په نوم د یوه کوچني کلي د ۴۶۰ سرتېرو له ډلې وو.

دوی له ۱۹۱۴ تر ۱۹۱۸ د برتانیا په ملاتړ لومړۍ نړیواله جګړه کې جنګېدلي وو.

ګډ تاریخ

Dr Irfan Malik looking on at picture of his great grandfather.
د عکس تشریح، ډاکټر عرفان ملک سره د خپل نیکه صفدر محمد خان انځورونه

دی وايي، خپل یوه ناروغ ته یې- چې د لومړی نړیوالې جګړې په هکله د همګټو هېوادونو د ګډونوالو څېړنه کوي- پاکستان کې د خپل کلي په هکله ویلي و، چې هلته د لومړۍ نړیوالې جګړې د لمانځلو لپاره یو توپ شته.

"له دې خبرو وروسته څلور کاله مخکې ما هڅه پیل کړه او وپوهېدم چې د مور او پلار له لوري نیکونه مې د دې جګړې سرتېري وو".

دی وایي بختور دی چې د سلو کلونو پخوانی انځور لري:

"دا زما لپاره لوی ارزښت لري او دې سره زه ځان لا ډېر برتانوی احساسوم، ځکه موږ په ټول کې ګډ تاریخ لرو او دا د ټولنې یووالي کې مرسته کوي".

مسلمان برتانویان څومره پوهېږي؟

Indian Muslim soldiers in the village of Dulmial (modern day Pakistan)
د عکس تشریح، د اوسنی پاکستان دولمیل کې د لومړۍ نړیوالې جګړې پخواني هندي سرتېري.

خو پوښتنه دا ده چې د برتانیا مسلمانان له دې جنګ سره څومره تړاو لري او څومره د برتانیا له پوځي تاریخ سره له خپل تړاو خبر دي؟

ښاغلی بابها وايي، چې ځینې ځوان مسلمانان د برتانیا له پوځي تاریخ چندان معلومات نه لري:

"ډېری مسلمانان له دا ډول تاریخ سره ځان اړوند بللی نه شي. څه چې دوی ته ویل کېږي هغه اروپا محوره دي".

د نوموړي په خبره، کوم تاریخ چې دوی ته ویل کېږي د هغو کسانو د رنګارنګۍ په هکله څه نه وايي چې اوله نړیواله جګړه کې یې ګډون درلود.

پوهاوی زیاتول

Pupils at Eden Girls School learn about the Muslim contribution to World War One.
د عکس تشریح، د نجونو ښوونځي کې لومړی نړیواله جګړه کې د مسلمانانو ګډون په هکله پوهاوی.

د برتانیا راتلونکی څېړنیزه موسسه یوه څېړنه کې وايي، چې یوازې د برتانیا ۲۲ سلنه خلک په دې پوهېږي چې مسلمانان هم لومړۍ نړیواله جګړه کې د دغه هېواد په ملاتړ جنګېدلي دي.

د همدې لپاره د برتانیا ښوونځیو کې د پوهې زیاتولو هڅې کېږي.

د برتانیا راتلونکی موسسې یو غړی سټیو بالینجر وايي: مهمه ده چې ټول وپوهېږي مسلمانان د برتانیا لپاره جنګېدلي او زموږ د دفاع او زموږ د اوسنۍ ازادۍ د ملاتړ لپاره یې ځانونه قرباني کړي دي.