مېډلین البرایټ: که مسلمانان ثبتېدل، زه به ځان مسلمانه وګڼم

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره میډلین البرایټ او د بګ بینګ تیورۍ یوه هنرمنده وایي، که ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا مسلمانان یواځې ثبتوي، نو د اعتراض په دود به ځان د مسلمانې په توګه راجیسټر کړي.
مېډلین البرایټ وایي، د کاتولیک عیسوۍ په څېر روزل شوې، خو وروسته پوه شوه چې کورنۍ یې یهودۍ وه.
هغې په خپل ټویټ کې لیکلي دي 'زه د یووالي څرګندولو لپاره د مسلمانې په توګه ځان ثبتولو ته تیاره یم'.
د دې دا ټویټ سملاسي زرګونو خلکو خوښ کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې ویل کېږي، ولسمشر ټرمپ یو فرمان صادرول غواړي، چې له مخې به یې امریکا ته د سوریې، یمن او عراق په ګډون د اوو مسلمانو هېوادونو د کډوالو په ورتګ بندیز ولګېږي.
ډونلډ ټرمپ په وروستیو میاشتو کې د امریکايي مسلمانانو د ثبتولو کومه خبره نه ده کړې، خو پر ۲۰۱۶ کال یې په یوه مرکه کې ویلي وو، چې داسې به کوي او امریکا ته به د مسلمانانو پر تګ بندیز هم لګوي، خو وروسته له دې خبرې شاته شو.

د عکس سرچینه، AFP
د ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو هڅو پر مهال ډېرو خلکو له امریکایي مسلمانانو سره یووالی وښود او اوس د مېډلین البرایټ له ټویټ هم ډېر خلک اغېزمن شوي دي.
په دوی کې د بګ بینګ تیورۍ هنرمنده مایم بیالک هم ده. هغې دا هم ویلي، چې پخپله به هم ځان د مسلمانې په نوم ثبت کړي.
نوموړې چې پر ډونلډ ټرمپ سختې نیوکې کوي لیکلي یې دي: 'که موږ هغه خلک ثبتوو، چې ځان ته یې خطر بولو، نو سپین پوستي سړي هم باید ثبت شي، ځکه ډېر خطرناک وژونکي او په لویه کچه ډلوژونکي هم سپین پوستي سړي دي'.








