امریکا کې د یهودانو پر کلیسا برید ۱۱ کسان وژلي

د ترهګرۍ ضد پولیسو سیمه کلابنده کړې او ورڅېرمه خلکو ته یې تر څو ساعتونو کورونو کې د پاتېدو سپارښتنه کړې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ترهګرۍ ضد پولیسو سیمه کلابنده کړې او ورڅېرمه خلکو ته یې تر څو ساعتونو کورونو کې د پاتېدو سپارښتنه کړې

د امریکا پنسلوانیا ایالت د پیټزبورګ ښار په شاوخوا کې د یهودانو یوه کلیسا کې ډزې شوې،‌ چې لږترلږه ۱۱ کسان پکې وژل شوي. بریدګر چې ۴۶ کلن رابرټ باویرز نومېږي نیول شوی. ولسمشر ټرمپ د برید ځای ته تللی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ دا یو "وحشي برید" بللی او د وسلو درلودلو قوانینو ته په اشاره یې ویلي، که د کلیسا د ننه په وسلو سمبال امنیتي کسان وای،‌ نو دا پېښه به بل ډول وه.

ایف بي ای پولیسو ویلي، د پېښې په اړه یې څېړنه پیل کړې ده.

ډزې څنګه پیل شوې؟‌

د شنبې ګهیځ‌ (اکتوبر ۲۷مه) کله چې د پیټرزبورګ ښار ته څېرمه په (ټري اف لایف) یا "د ژوند ونه" په نامه کلیسا کې عبادت ته راغونډ‌ شوي وو، بریدګر له وخته په ګټې اخیستو ډزې وکړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

رپوټونه وايي، بریدګر یې پېژندلی او نیولی چې اوس روغتون کې درملل کېږي، له هغه سره یو ټوپک او دوه تومانچې وې،‌ کلیسا ته ننوت او هلته یې پر حاضرو خلکو ډزې وکړې.

بریدګر په AK-47 ډوله ټوپک برید کړی

د نیویارک پولیس د کلیسا مخې ته ځای پرځای شوي

د عکس سرچینه، NYPDCT

د عکس تشریح، د نیویارک پولیس د کلیسا مخې ته ځای پرځای شوي

اسکویریل هیل کلیسا پنسلوانیا کې هغه کلیسا ده چې د نورو هغو پرتله ډېر کسان د عبادت لپاره ورځي،‌ همدا ده چې د شنبې په ورځ عبادت کوونکي بیخي ډېر وي.

د رپوټونو له مخې، بریدګر تر ډزو وروسته د کلیسا په یوه خونه کې سنګر نیولی و.

"ټول یهودان باید مړه شي"

امریکايي رسنۍ وايي، بریدګر د ډزو پرمهال دا چیغې وهلې چې "ټول یهودان باید مړه شي."

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ د اونۍ رخصتي رالنډه کړې او خپلې ټاکنیزې ناستې یې ځنډولې دي. نوموړي ویلي، په وروستیو کلونو کې دا ډول پېښې شرموونکې دي.

تري اف لایف (د ژوند ونه) په نامه کلیسا پنسلوانیا کې تر ډېره د یهودانو د ګڼې ګوڼې ځای دی

د عکس سرچینه، Google

د عکس تشریح، تري اف لایف (د ژوند ونه) په نامه کلیسا پنسلوانیا کې تر ډېره د یهودانو د ګڼې ګوڼې ځای دی

هغه بریدګر "لېونی" بللی او غوښتنه یې دا ده چې هېواد یې باید "د اعدام درنه سزا" لا سخته کړي.

لا تر اوسه د برید انګیزه نه ده په ډاګه شوې،‌ خو چارواکي پر دې باور دي چې هغه دا برید په یوازې سر کړی.

Police at the scene of the shootings

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پولیس په سیمه کې
مشکوک بریدګر رابرټ باویرز

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، مشکوک بریدګر رابرټ باویرز