د نيجېريا ولسمشر ګوډلک جاناتن د خپل هېواد شمالي ښار کاډونا پر يوې رومان کاتوليک کليسا ځانمرګی بريد غندلی، چې لږترلږه ۸ کسان په کې ووژل شول او ډېر نور ټپيان شول.
ښاغلي جاناتن په يوه اعلاميه کې ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې به جګړه ځواکمنوي.
د پېښې په ځای کې د بي بي سي يو خبريال د کليسا ودانۍ دننه د ويجاړۍ يادونه کړې، او ويلي يې دي د نژدې پلورنځايونو او کورونو بامونه هم الوځول شوي دي.
چارواکي وايي مسيحي ځوانان چې بريد په غوسه کړي وو، پر هغه حکومتي موټر باندې يې بريد کړی چې بريد کې له ژونديو پاتې شويو سره د مرستې لپاره ورغلی و.












