پاکستان کې څوک کډوالو ته د تابعیت ورکولو مخالف دي؟

پاکستان
د عکس تشریح، پاکستان له ۲۰۰۴ وروسته شناختي کارت الیکترونیکي کړ
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

پاکستان کې د غیر رسمي اوسېدونکو کډوالو کره شمېرې معلومې نه دي، خو تېر کال د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي و، چې شمېر یې پنځه میلیونو کسانو ته رسېږي.

دې کې هغه افغانان، چې د رسمي کډوالو په څېر نه دي ثبت شوي، له برما راغلي مسلمانان، ۱۹۷۱ کال له پاکستانه د بنګله دېش جلا کېدو پر مهال پاتې شوي بنګالیان او یا د پاکستان او هند د وېش پر مهال د هند له بهار ایالته بنګله دېش ته کډوال شوي مسلمانان دي، چې د بنګله دېش له رامنځته کېدو ورسته یې ډېر شمېر د پاکستان سند ایالت ته لاړل.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره پاکستان کې د غیر ثبت شویو افغانانو شمېر اووه سوه زره بولي او ملګري ملتونه دا هم وايي، چې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ۷۴ مه برخه د دوی دویم، درېیم نسل دي او یا هلته زېږېدلي دي.

د دې تر څنګ په انفرادي توګه هم پاکستان ته د افغانانو، هندي مسلمانانو او بنګالیانو د ورتګ لړۍ له ډېر پخوا روانه وه، چې بیا وروسته همالته مېشت شول او د لسیزو له تېرېدو وروسته هم دوی ته د پاکستان تابعیت نه دی ورکړل شوی.

قانون څه وايي؟

د پاکستان تابعیت قانون له مخې، چې ۱۹۵۱ کال کې د هغه مهال پاکستاني لومړي وزیر لیاقت علي خان او هندي لومړي وزیر جواهر لال نهرو تر منځ له خبرو وروسته جوړ شوی، له دغه کاله وروسته د پاکستان پر خاوره هر زېږېدلی ماشوم حق لري، چې پاکستانی تابعیت ورکړل شي، البته هغه کډوال چې رسماً ثبت شوي او د پي، او، ار ( د ثبت کېدو سند) په نامه کارتونه ورکړل شوي دي، دغه حق نه لري.

بل لور ته د پاکستان احصایې ملي ادارې یا نادرا په لارښود کې له بنګله دېشه پاکستان ته د کډوال شویو خلکو په تړاو تګلاره شته، خو له افغانستان او برما نه هلته د کډوال شویو په تړاو څرګنده لارښوونه نه لري.

لومړي وزیر عمران خان د کراچۍ په غونډه کې ویلي و:

''د نړۍ هر هېواد کې داسې کېږي، که امریکا کې څوک وزېږي، د امریکا پاسپورټ ورکول کېږي. موږ دلته ولې له دې خلکو سره ظلم کوو؟ دا انسانان دي! دا څنګه کېدای شي، چې خلک له ۳۰، ۴۰ او ۵۰ کلونو راهیسې دلته اوسي او موږ دوی محروم وساتو.''

رپوټونه وايي، یوازې د سند ایالت په کراچۍ ښار کې سلګونه زره برمي مسلمانان او بنګالیان په څه باندې سلو مېنو کې اوسي.

د پاکستان یو شمېر توکمپالو ګوندونو او ځینې مذهبي ګوندونو له پخوا راهیسې هلته د دوی اوسېدو ملاتړ کړی، خو ځینې بیا هلته د کډوالو له اوسېدو سره کلک مخالفت کوي.

کډوال څه وايي؟

نازک میر چې ځان په کراچۍ کې د افغان کډوالو کمپ یو استازی بولي وايي، د عمران خان له څرګندونو خوښ دی:

'' ۴۰ کاله کېږي، چې موږ دلته ژوند کوو، ماشومان مو دلته زېږېدلي دي. کاروبار کوو او له شناختي کارت پرته دا ډېره ګرانه ده، که تابعیت راکړل شي، بانکونو کې به حساب پرانېزو او دې سره به هېواد ته پېسې راشي. ''

کراچۍ

مخالفت څوک کوي؟

بل لور ته پاکستان کې لږ تر لږه د افغان کډوالو په تړاو مخکې هم او اوس هم ټول له عمران خان سره موافق نه ښکاري.

مخکې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان حکومت 'ملي عملي پلان ' یو ټکی دا و، چې باید د افغان کډوالو په تړاو پالیسي څرګنده شي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د غیر قانوني کډوالو د ثبت اداره 'نارا ' هم له دې کبله د احصایې له ملي ادارې 'نادرا ' سره یو ځای کړل شوه، چې د چارواکو په وینا د غیر قانوني کډوالو له کبله یو شمېر مالي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کېږي او باید د مخنیوي لپاره یې دواړه ادارې یو ځای شي، چې وړتیا او صلاحیت یې ډېر شي.

د سیاسي ګوندونو برخه کې د سند یونایټیډ ګوند مشر جلال محمود شاه هغه اندېښنه څرګندوي، چې د ده په اند دې لړ کې شته:

''د سند له پخوانیو اوسېدونکو سره داسې اندېښنه ده، چې دومره ګڼ شمېر غیر کډوال به دلته راشي، چې له اسنادو جوړولو وروسته به د دوی خاوره د دوی له ګوتو وباسي، ځکه کراچۍ کې مخکې هم داسې شوي دي، ځکه دوی حق لري، چې داسې اندېښنه څرګنده کړي او احتجاج وکړي. ''

د سند یو شمېر توکمپالو ګوندونو تر څنګ بلوچستان نېشنل ګوند چې د لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند متحد دی، غیر قانوني کډوالو ته د تابعیت له ورکولو سره کلک مخالفت کوي.

د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ کې د دغه ګوند غړی ثناالله بلوڅ وايي، دا عاقلانه پرېکړه نه ده. نوموړی وايي، 'د دې پرېکړې مالي او ټولنیز فشار پر صوبو یا ایالتونو راځي، خو دوی سره دې لړ کې هېڅ مشوره نه ده شوې. ' نوموړی وايي د دې لپاره باید اسمبلیو، د ګډو کټو شورا او ایالتونو تر منځ بحثونه وشي. هغه وايي:

''موږ شپږ مادې وړاندې کړې وې، یوه پکې د افغان کډوالو بېرته ستنېدو په اړه وه، چې له کبله یې بلوچستان کې د نفوسو شمېر انډول کې ګډوډي راځي، بلوچستان کې پر شته وسایلو خورا ډېر فشار دی،چې اقتصاد او د دندو سیکتور یې اغېزمن کړی دی. ''

کراچۍ
د عکس تشریح، کراچۍ چارواکي وايي، د بنګالي کارګرو اسنادو نشتوالي له کبله د کب نیونې مرکز له یوه کاله راهیسې تړلی دی

د سې شنبې پر ورځ د پارلمان غونډه کې لومړي وزیر عمران خان د خپل سیاسي اتحادي اختر مېنګل یوې پوښتنې ته چې هغه هم دغه شپږ ټکي یاد کړل، ځواب کې دا د بشري حقونو موضوع وبلله او څرګنده یې کړه، چې د ۱۹۵۱ کال د قانون له مخې د کډوالو او دلته زېږېدلیو تر منځ توپیر څرګند دی.

نوموړي وویل، پاکستان د نړیوال قانون له مخې نه شي کولای کډوال په زور وشړي، نو په وینا یې په داسې صورت کې موږ دوی ته اوس د تابعیت حق نه ورکوو، بیا کله باید داسې وکړو؟

مخکینۍ تجربې

په ظاهره داسې ښکاري، چې عمران خان غواړي د سلګونو زره خلکو برخلیک په اړه باید یوه پرېکړه وشي، خو دا چاره به څومره عملي ثابته شي یا به یې پر وړاندې څومره خنډونه راپورته شي، یو څرک یې څه موده مخکې د پخواني پاکستاني حکومت په یوه اقدام کې ولیدل شو، چې په همدې تړاو شوی و.

هغه مهال د محمد نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار احمدخان په امر نادار ادارې په مرکزي زېرمتون یا ډېټا بېس کې هغه ټول شناختي کارتونه بلاک کړي وو، چې مشکوک بلل کېدل او ګومان کېده، چې غیر قانوني کډوالو ته ورکړل شوي دي.

دې لړ کې د ګڼو داسې کسانو شناختي کارتونه هم بلاک شوي وو، چې د پاکستان پښتون مېشتو سیمو اوسېدونکي وو او یو شمېر سیاسي ګوندونو دې لړ کې پراخ احتجاجونه هم وکړل او له هغه وروسته د شناختي کارتونو په تړاو د ثبوتونو وړاندې کولو، منلو، نه منلو، بلاک کولو او بېرته ورکولو ناندریزه چاره تر اوسه هم پاکستان کې روانه ده.

کراچۍ
د عکس تشریح، کراچۍ کې له برما او بنګله دېشه راغلي ګڼ کډوال اوسي

له مخکنیو ټولو تجربو ثابته شوې، چې پاکستان کې نه یوازې سیاسي ګوندونه، بلکې ان پالیسي جوړونکي هم پر دغې موضوع تل یوه خوله نه وو او وروسته به معلومه شي، چې عمران خان حکومت دغه پیچلې موضوع سره څه کوي.