تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سوریه: پر ټيفور هوايي ډګر د اسراییلي الوتکو د برید مخه نیول شوې
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د رپوټ له مخې د سوریې هوايي دفاع ځواکونو تیره شپه ناوخته پر ټیفور هوايي ډګر راکټي او د الوتکو بریدونه پر شا تمبول شوي او لږ تر لږه یوه الوتکه ویشتل شوې ده او په برید نورې الوتکې د سیمې پریښودو ته اړې شوې دي.
د سوریې دولتي رسنیو په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو په برتانیا کې مېشت د سوریې د بشري حقونو د سازمان مشر رامي عبد الرحمن بي بي سي ته وویل په دغه برید کې د ایراني او ایراني پلوو ځواکونو مرکزونه په نښه شوي، ایراني ملیشو ته او له نورو هېوادونو هغه وسله وال چې د ایران تر امر لاندې دي مرګ ژوبله اوښتې ده:
"په دې برید کې دننه په ټي فور هوايي ډګر کې د ایرانیانو مرکزونه په نښه شوي دي. زموږ د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ایرانیان او ایراني پلوي ځواکونه چې ښايي د سوریې او یا د نورو هېوادونو اتباع وي، وژل شوي دي."
د یادولو ده چې د نورو هېوادونو شیعه مذهبي وګړي د فاطمیون لېوا په اډانه کې د سوریې دولتي ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګیږي.
دغه وسله وال چې یو شمیر یې افغانان دي په سوریه کې د شیعه مقدساتو څخه د دفاع په نوم هلته استول شوي دي .
د راپورونو له مخې، ددغو ملیشو مالي لګښت ایران پر غاړه لري.
په سوریه کې داعش ډله هم فعاله او په ځینو سیمو کې لا هم واکمنه، خو دغې ډلې په عراق او سوریه کې ډیرې سیمې له لاسه ورکړي دي.
روسیه، ترکیه، ایران، امریکا او ځینې نور هېوادونه د سوریې په جګړه کې ښکیل دي.