پاکستان له تور لسته د ځان ژغورنې هڅه کوي

فبرورۍ کې ایف اې ټي ایف د پاریس غونډه کې پرېکړه وکړه، چې جون میاشت کې به د پاکستان نوم په خړ نوملړ کې شامل کړي.

د عکس سرچینه، FATF

د عکس تشریح، فبرورۍ کې ایف اې ټي ایف د پاریس غونډه کې پرېکړه وکړه، چې جون میاشت کې به د پاکستان نوم په خړ نوملړ کې شامل کړي.
    • Author, ساره حسن
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې یا فاینانشل اېکشن ټاسک فورس له لوري په خړ نوملړ کې رسماً د پاکستان نوم شاملولو اعلان د جمعې پر ورځ کېږي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دغه لیست کې د پاکستان نوم شاملېدل تایید کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي د ترهګرو مالي مرستو مخنیوي او تورو پېسو سپینولو پالیسیو کې یې د نیمګړتیاوو له منځه وړلو لپاره پر عملي پلان غور پیل کړی دی.

فبرورۍ کې ایف اې ټي ایف د پاریس غونډه کې پرېکړه وکړه، چې جون میاشت کې به د پاکستان نوم په خړ نوملړ کې شامل کړي. رپوټونه وايي پاکستان باید راتلونکو ۱۵ میاشتو کې پر هغه عملي پلان کار وکړي، چې ۲۶ مادې لري او که دغه پلان عملي نه شي د دغه هېواد نوم به تور لیست کې شامل کړل شي.

فبرورۍ کې د پاکستان د هغه مهال خزانې وزیر مفتاح اسماعیل په دغه غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري کوله او اوس بي بي سي سره خبرو کې د هغو مهمو ټکو یادوونه کوي، چې دغه پلان کې شامل دي.

  • له ترهګرۍ سره د مالي مرستو او پېسو سپینولو مخنیوي لپاره باید د ایالتونو او فدرالي حکومت تر منځ غوره روابط رامنځته شي، چې پر بنسټ یې د ترهګرو شبکو خلاف اغېزناک اقدامات وشي.
  • پاکستان حکومت د ترهګرۍ مسایل محکمو ته وړي، خو له ترهګرو سره د مالي مرسته کوونکو خلاف قانوني اقدامات نه کېږي. هغه څوک چې له ترهګرو سره مالي مرسته کوي باید محاکمه شي.
  • پاکستان باید د خپلو پولو اوږدو کې په غیر قانوني توګه د پېسو لېږد رالېږد مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
  • د هغو تنظیمونو خلاف باید سخت اقدامات وشي، چې د ملګرو ملتونو چارټر له مخې پرې بندیز لګېدلی.

پاکستان ته د ۲۰۱۹ کال سپتمبر پورې ضرب الاجل ټاکل شوي، چې دغه اقدامات عملي کړي او که نه نوم به یې تور لیست کې شامل کړل شي.

د پاکستان خزانې پخوانی وزیر وايي، د فبرورۍ غونډې ته یې ویلي و، چې پاکستان د ترهګرو مالي مرستو او د تورو پېسو سپینولو مخنیوي لپاره اقدامات کوي او باید د هېواد نوم یې په دغه نوملړ کې شامل نه شي. هغه زیاتو له دې سره هم د امریکا متحدو ایالتونو د فشار له کبله د پاکستان نوم دغه نوملړ کې شامل شو.

ایف اي ټي ایف وايي، پاکستان باید د طالبانو، اسلامي دولت ډلې، القاعده، جماعت الدعوۃ، فلاح انسانیت فاونډیشن، لشکر طیبه، جېش محمد او حقاني شبکې په څېرو ډلو خلاف اقداماتو، قاچاق او نشه يي توکو پر ضد مبارزې په څېر مسایلو ته ځانګړې توجه وکړي.

د خزانې پخوانی وزیر وايي، پر هغو تنظیمونو پاکستان کې هم بندیز دی، چې ملګرو ملتونو ممنوع اعلان کړي دي.

'د دغو تنظیمونو مشرانو نومونه په هغه لیست کې شامل دي، چې له هېواده بهر نه شي وتلای، خو په وینا یې که د پاکستان او لوېدیځو هېوادونو تر منځ اړیکي ښه شي، دغه موضوع کې به هم نرمي رامنځته شي. '

پاکستان ته ویل شوي، د هغو تنظیمونو خلاف باید سخت اقدامات وشي، چې د ملګرو ملتونو چارټر له مخې پرې بندیز لګېدلی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پاکستان ته ویل شوي، د هغو تنظیمونو خلاف باید سخت اقدامات وشي، چې د ملګرو ملتونو چارټر له مخې پرې بندیز لګېدلی.

مفتاح اسماعیل وايي:

'اوسمهال امریکا غوښتل د پاکستان نوم خړ نوملړ کې شامل شي او همداسې یې وکړل. '

نوموړی زیاتوی په خړ نوملړ کې د نوم له شاملولو سره به ډېر اغېز و نه شي، خو په وینا یې په نړیواله کچه 'باور ' ته زیان اوړي تر یوه حده به بانکونو ته په نویو اړیکو رامنځته کولو کې ستونزې راپورته شي.

د یادونې ده، چې د پاکستان نوم د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ کله نا کله په خړ لیست کې شامل شوی دی او تر څه مودې پورې د دغه هېواد نوم په تور نوملړ کې هم شامل کړل شوی و.