'سعودیانې د راغب علامه غېږ کې'

لبناني هنرمند راغب علامه په سعودي عربستان کې خپلې لومړنۍ سندریزه مېله جوړه کړې وه، چې په عربي نړۍ کې د خواله رسنیو د سر سر توده موضوع وه.

فعالانو پر خواله رسنیو یو وېډیويي کلیپ لاس په لاس کړی، چې سعودي کې یې په کور د ننه غوسه پارولې ده؛ ځکه چې دوی #سعوديانې_د_راغب_علامه_غېږ_کې هشټګ ډېر لاس په لاس کړی دی.

راغب علامه د سندرو کانسرټ جده کې جوړ کړی و.

دغه لبناني هنرمند په یوه کلیپ کې هغه سعودیانې په غېږ کې نیولې، چې دده مینه والې دي، یادګاري عکسونه او سیلفیان یې ورسره اخیستي.

د دوی دا کار د سعودي دودیزه ټولنه کې د محافظه کاره دولت له قوانینو او دود سره ښکاره مخالفت دی.

په سعودي عربستان کې تر ډېره ښځې په حجاب کې ګرځي، چې یوازې سترګې یې ښکاري.

ددغه ګروپ چلوونکو لیکلي: "د لویو عالمانو بنسټ په دې ښکاره رسوایۍ څه نظر لري؟"

د خواله رسنیو کارنو، په تېره بیا ټویټر هغو، یاد هشټګ تر ۶۷ زرو ډېر ځلې خپور کړی.

د مجتهد په نامه یوه ټویټر کارن بیا لیکلي: "د حرمینو ښځې د کامرو پروړاندې د راغب علامه غېږ کې، حقیقت دی نه مجاز. د نفاق عالمان وايي، پر واکمن نیوکه مه کوئ، ځکه چې پایله یې د ناشنا خلکو غېږ کې ستاسې د ښځو په لوېدو تمامېږي. ځکه واکمن ستاسې ښځې د ناشنا خلکو غېږ ته ډالۍ کړې، خو بیا یې هم اطاعت واجب دی."

راغب علامه پر خپل ټویټر لیکلي سعودي کې د سندرو مېله یوه معنوي او سمبولیکه لاسته راوړنه بللې ده:

"سعودي کې زما د سندرو ننداره یوه معنوي او سمبولیکه لاسته راوړنه ده. له ځوانانو سره مې یادګاري انځورونه د هغوی د کورنیو په حضور کې اخیستل شوي."

ځینو ستایلی او نورو بیا د دغه هېواد د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د چټک ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.

یوه بل کارن لیکلي: "له راغب علامه سره جده د سلمان د زوی او سعو ي نجونو یوځای لیدل کېدل! طبعاً د جنسي ځورونې قانون کې راغب علامه نه شاملېږي!؟"

ځینو بیا #سوریایۍ_د_راغب_علامه_غېږ_کې هشټګ ډېر لاس په لاس کړی، ځکه چې وايي دا ښځې چې له راغب علامه سره یې انځورونه اخیستي د سوریې دي.