'له اتومي تړونه د ایران احتمالي وتل'

رحاني او مکرون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ښاغلي روحاني خپل فرانسوي سيال ته ويلي "که ايران د تړون له امتيازونو بې برخې شي نو بيا يې په ياد تړون کې شتون ناشوني وي."

له ايران را رسېدلي رپوټونه وايي ولسمشر حسن روحاني خپل فرانسوي سيال امانوېل مکرون سره په خبرو کې له اټومي تړون د ايران احتمالي وتلو په تړاو خبرې کړي دي.

د ايسنا د خبري آژانس پر بنسټ حسن روحاني دا څرگندونې هغه مهال کړي چې ښاغلي مکرون سره يې د اټومي تړون د ساتنې په موخه د ځواکمنو هېوادونو د عملي وړانديزونو په اړه پر ټيليفون خبرې کولې.

ولسمشر روحاني له خپل فرانسوي سيال سره په خبرو کې ويلي ايران سره د شوي اټومي تړون پر ساتنې د اروپايي هېوادونو ټينگار د خوشالۍ خبره ده خو د هغوى ويناوې بايد له داسې محسوسېدونکو عملي گامونو او کړنلارو سره ملې وې چې په دغه تړون کې د ايران د پاتې کېدو گټې خوندي کړي.

ښاغلي روحاني خپل فرانسوي سيال ته ويلي "که ايران د تړون له امتيازونو بې برخې شي نو بيا يې په ياد تړون کې شتون ناشوني وي."

د ايسنا خبري آژانس پر بنسټ ښاغلي روحاني همداراز هيله څرگنده کړې چې په سوريه کې د هغه هېواد د حکومت او متحدينو يعني ايران، روسيه او حزب الله د هڅو په پايله کې د دۀ په وينا د ترهگرۍ جرړې وايستل شي او هغه هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو اړتيا ختمه شي. له سوريې د ايراني ځواکونو وتل د اسراييلو غوښتنه ده چې وايي ايران غواړي سوريه کې اوږدمهالې پوځې اډې جوړې کړي.

خو ښاغلي مکرون د رپوټونو پر بنسټ اټومي تړون ته د دوى پر ژمنتيا بيا ټينگار کړى او ويلي دي ان هېڅ داسې کوچنۍ تېروتنه بايد ونشي چې د تړون غليمانو ته زرين فرصت په لاس ورشي.

په همدې حال کې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې له اټومي تړونه د امريکا د وتلو له امله په منځني ختيځ کې د ايران په چلند کې بدلون راغلى او په سيمه کې يې د فعاليتونو کچه کمه شوې ده.

امريکا يي ادارې بهرنيو هېوادونو او خصوصي سکتور ته خبردارى ورکړى چې له ايران سره د دوى هر راز معامله به پر دوى د واشنگټن د بنديزونو لامل شي. له هغې ورسته گڼ نړيوال شرکتونه له ايران وتلي دي.

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې له اټومي تړونه د امريکا د وتلو له امله په منځني ختيځ کې د ايران په چلند کې بدلون راغلى او په سيمه کې يې د فعاليتونو کچه کمه شوې ده.

د سپورټي بوټانو او جامو شرکټ نايکې وروستۍ هغه کمپنۍ ده چې په ايران کې د خپلو فعاليتونو د ځنډولو اعلان وکړ. دغه شرکت ويلي پر ايران د امريکا د نويو بنديزونو له امله د فوټبال د نړيوالو اتلوليو په درشل کې ايراني لوبغاړو ته د کرمچو د برابرولو له تړونه شاه ته کېږي.

د ايران لوبډلې سر روزونکي کارلوس کوېروز په دې برخه کې د فوټبال له نړيوال فدراسيون يا فيفا د مرستې غوښتنه کړې ده.