تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ایران او پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي"
فضل هادي مسلمیار چې اوس سعودي عربستان ته تللی شرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي ایران او پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي.
ده ویلي همدا اوس له سلو زیات ایرانیان او له زرو زیات پاکستاني وګړي د اسلام اباد او تهران د لاسوهنو په تړاو په افغانستان کې نیول شوی او زنداني دي.
هغه ویلي په دې وروستیو کې له ایرانیانو ایران جوړه وسله تر لاسه شوې ، هغوی نیول شوي او د یوه ترهګر برید مخه نیول شوې ده.
ښاغلي مسلمیار ویلي ایران په افغانستان کې اقتصادي ګټې لري او نه غواړي د ټاپې پروژه چې د ترکمنستان ګاز هند او پاکستان د افغانستان له لارې لیږدوي بشپړه شي.
ښاغلي مسلمیار د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي په قطر کې د طالبانو دفتر باید وتړل شي ځکه له دغه ځایه طالبان ملاتړ تر لاسه کوي او د سولې لپاره نه کارول کیږي.
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ لیکي، د اروپا د بشري حقونو محکمې رومانیا او لیتوانیا له دې امله پړه بللي چې د دغې ټولنې د بشري حقونو له قانونه یې سرغړونه کړې ده، ځکه وايي د دوی په خاوره کې له القاعده سره د تړاو په تور دوه تنه د امریکا د مرکزي څاګرې ادارې سي ای اې په پټو زندانونو کې ساتل کیدل.
دغه دوه تنه ابو زبیده او عبد الرحمن النشیري اوس په ګوانتنامو زندان کې دي. د سپتمبر له یوولسمې پېښې وروسته سي ای اې له خپلو پټو زندانونو د تورنو کسانو د پوښتنو او کړولو لپاره کار اخیسته.
ډان ورځپاڼه
ډان ورځپاڼې خپله سرمقاله د هند او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې وورستیو پرمختګونو ته اشاره کړې او سپارښتنه کوي چې تر لاسه شوی فرصت ضایع نه کړي او د اړیکو د ښه کولو لپاره خبرې له هرې ممکنې لارې جاري وساتي.
فوګ مجله
په لومړي ځل د سعودي د شاهي کورنۍ د یوې مېرمنې انځور د مود د یوې مجلې پر لومړي مخ چاپيږي. همدې موضوع ته ګڼ شمیر عربي او نړیوالو چاپي خپرونو کتنه کړې ده.
دا میرمن د سعودي عربستان د مخکني پاچا عبد ال بن عبد العزیز لور هیفاء ده.
د فوګ مجلې د روانې میاشتې ګڼه سعودي عربستان ته ځانګړې شوې ده.
شهزادګۍ هیفاء له دې مجلې سره مرکه هم کړې ده. له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې القدس العربي د فوګ مجلې د لومړي مخ انځور خپور کړی. په دې انځور کې چې د جدي په صحراء کې اخیستل شوی شهزادګۍ هیفاء لیدل کیږي چې د یوه کلاسیک بنز مرسیډیز موټر جلو ته ناسته، سر یې نیمه لوڅ ، سپينې جامې یې پر تن دي او تور دستکشې یې په لاسونو دي. د موټر دروازه هم خلاصه ده.
په سعودي روانه میاشت رسما ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکول کیږي، دا مرکه او انځورونه په همدې مناسب چاپ شوي دي.
فوګ مجلې د هیفاء یو بل انځور خپل کړی چې تور جامې لري ، د لویدیځ دود له مخې یې یوه خولۍ پر سر ده او د جدې صحراء په زیړو شګو کې یې تکیه وهلې ده . هغې فوګ مجلې ته ویلي په هېواد کې یې د عصري کولو له هڅو بشپړ ملاتړ کوي او دې ته ډیره لیواله ده چې په دې پرمختګ کې ونډه واخلي.
خو ویلي یې دي لویدیځه نړۍ دې دې ته پام وکړي چې هر هېواد ځانته جلا حالت لري.
الوفد خپرونې لیکلي هغه بوټان چې په دې انځور کې د نوموړي په پښو دي د یوه مشهور ډیزاینر له خوا ډیزان شوي او بیه یې ۴۴۰ امریکايي ډالره ده.
الوفد زیاتوي شاهزادګۍ هیفاء د ښځو د حقونو یوه مخکښه ملاتړې ده هغې په سانفرانسیسکو کې د ښکلو هنرونو په برخه کې زده کړې کړي دي.
په همدې تړاو برتانوۍ اینډیپنډنټ ورځپاڼې هغه انځورونه خپاره کړي چې ځینو د شهزادګۍ هیفا د انځور پر ځای د هغو سعودي ميرمنو انځورونه فوټو شاپ کړي چې په دې وروستیو کې د سعودي چارواکو له خوا نیول شوې دي.
څو ورځې وړاندې سعودي چارواکو د ښځو په برخه کې څو تنه فعالانې ونیولې او دلیل یې دا ښودل شوی چې دوی له ملي او مذهبي ثوابتو سرغړونه کړې وه.
جاپان ټایمز
جاپان ټایمز لیکي جاپانیان په نړۍ کې صبرناک خلک دي، دغه ورځپاڼه د هغې سروې پایلې ته اشاره کوي چې په الوتکه کې د سورلیو د صبر او زغم په اړه شوې ده.
په دغې سروې چې د ۲۳هېوادونو څه باندې اتلس زره کسانو ګډون کړی او پایله یې ښيي چې ۳۹ سلنه جاپانیان په الوتکه کې د سفر پرمهال د نورو مزاحمت کوونکو سورلیو په وړاندې صبرناک خلک دي او له زغمه کار اخلي.
۳۹ سلنه په دې سروې تر ټولو لوړه سلنه ښودل شوې ده. ورپسې یې فرانسویان دي چې سلنه یې ۳۴ ته رسیږي.