"پاکستان دې طالب مشران ونيسي او يا دې له خپلې خاورې وباسي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د کابل پر انټرکانټیننټل هوټل د وسله والو طالبانو د شنبې له خونړي بریده وروسته امریکا پر پاکستان غږ کړی، چې طالب مشران دې ژر تر ژره ونیسي او یا یې له خپل هېواده وباسي.
د کابل پر انټر کانټيننټل هوټل د وسله والو طالبانو له بريده دوه ورځې وروسته، د سپينې ماڼې وياندې دا څرگندونې وکړې.
پر هوټل د اورپکو په دغه بريد کې د امريکايانو او اوکراينيانو په گډون ٢٢ کسان وژل شوي دي.
د دغه بريد په تړاو د سپينې ماڼې وياندې سارا سندرز خبرو کې دوه مهم پيغامونونه ول، له افغان ولس څخه د امريکا د ملاتړ د ښودلو ترڅنگ يې له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د طالب مشرانو په وړاندې پريکنده گام اوچت کړي.
هغې وویل:"په افغانستان کې چې ترهگرو په کې پر يوه هوتل بريد وکړ، دا ډول بريدونه مو هوډ لا ټينگوي چې د خپلو افغان ملگرو ملاتړ وکړو. موږ د بريد پر وړاندې د افغان ځواکونو د چټک او اغيزناک غبرگون ستاينه کوو."
د اغلې سندرز په اند له افغان ځواکونو سره د امریکا ملاتړ به پر هغو ډلو ټپلو فشار روان وساتي چې "نورې نړۍ ته هم د ترهگرۍ د صادرولو هڅه کوي" .
دې وویل:"له پاکستانه غواړو چې سملاسي د طالبانو مشران ونيسي او يا دې يې له خپلې خاورې وباسي او د هغو ډلو مخه ونيسي چې د خپلو عملياتو لپاره د پاکستان خاوره کاروي".

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان دولت پر انټرکانټیننټل هوټل بريد پړه پر حقانې شبکې اچولې ده چې د دوى په وينا د پاکستان له خاورې افغانستان کې خپل بريدونه پلانوي.
په دا وروستيو کې پر اسلام اباد فشار ډېر شوى چې بايد خپله خاوره کې د اورپکو د پټنځايونو پرضد گام اوچت کړي.
پاکستان په دې اړه تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
بل لور ته د انټرکانټيننټل هوټل پر امنيتي چارو هم يو لړ اندېښنې ښودل شوې دي.
پر هوټل د بريد د پلټونکي دولتي پلاوي يوه جگپوړي غړي چې د خپل نوم له اخيستلو يې ډډه کړې ويلي، د هوټل ساتونکو د بريد پرمهال ډېر کم مقاومت کړى.
د هغه په وينا د بريد پرمهال ١٥ کسانو د هوټل د ساتنې دنده درلوده چې وايي يوه هم له بريدگرو سره جگړه نه ده کړې.
دغه چارواکى وايي دغو ساتونکو د بريد ننداره کوله او يايې هم ځانونه پټ کړي ول.
د هوتل امنيت د کابل بلخ امنيتي شرکت پرغاړه ده چې درې اوونۍ مخکې يې دغه مسووليت ترلاسه کړى و.
د دغه امنيتي کمپنۍ مشر سيد رحيمي په دې اړه يوې اعلامېې کې ويلي دا به له وخته وړاندې وي چې په دې اړه څه وويل شي چې پېښه څنگه وشوه او په دې اړه د ويلو لپاره نورڅه نه لري.








