اور او غوسه کتاب کې: ټرمپ شهزاده محمد خپل "بنده" بولي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ولسمشر په تړاو د جنجالي کتاب لیکوال له خپل اثر په دفاع کې وايي، چې د دې کتاب پر هره کلیمه باور لري، خو د ډونلډ ټرمپ د ادارې کارکوونکي د یوه ماشوم په سترګه ورته ګوري.
لیکوال مایکل وولف وايي کتاب یې د دوو سوو مرکو له مخې کښلی دی، چې پکې سټیو بنین هم دی.
ښاغلی بنین د ولسمشرۍ ټاکنو پر مهال د ډونلډ ټرمپ نږدې ملګری و، د ولسمشرۍ لومړیو کې یې لوی سلاکار شو، خو وروسته ور سره مخالف او له دندې ګوښه شو.
د دې کتاب ځینې برخې د نړۍ په رسنیو کې تاوېږي را تاوېږي او پکې یو ځای ډونلډ ټرمپ د سعودي د شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان په تړاو وايي، "زما بنده دی".
خو ډونلد ټرمپ دغه کتاب ته سخت غبرګون ښودلی او دا یې هم ویلي چې کله یې هم له مایکل وولف سره خبرې نه دي کړې او نه یې سپینې ماڼۍ ته ور بللی دی.
مګر مایکل وولف وايي، که ټرمپ ور بللی نه وی، نو څنګه سپینې ماڼۍ ته تللی شو او څنګه یې له هغه سره خبرې کولی شوې، چې پټې هم نه وې او نه یې هم ده ته د دې خبرو د پټ ساتلو ویلي و.
نوموړی زیاتوي چې د لوړې مراسمو مخکې او له هغه وروسته له ډونلډ ټرمپ سره درې ګړۍ و.
دا کتاب په یوه شپه کې د لوستلو له مخې لومړۍ درجه شو او له جمعې ورځې- چې د چاپېدلو ورځ یې وه- یوه ورځ مخکې چاپ شو.
کتاب کې دا نورې خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images
- مایکل وولف په دې کتاب کې څو دعوې کوي.
- د ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنډله پر خپله بریا حیرانه وه.
- د ټرمپ مېرمن ملینه د ټاکنو د پایلو په شپه ژړل او خوشاله نه وه.
- ټرمپ په دې غوسه و چې ولې مخکښو هنرمنانو د ده د لوړې مراسمو کې ګډون ونه کړ.
- ټرمپ بلېر هاوس کې له استوګنځي خوشال نه و او له خپلې مېرمنې سره یې جنګ وکړ.
- د ډونلډ ټرمپ لور ایوانکا او د هغې خاوند جارډ کوشنر هیله لري چې د امریکا لومړنۍ ولسمشر شي.
ماشومانه چلند

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډونلډ ټرمپ وکیلانو د دې کتاب د خپرېدو د مخنیوي هڅه وکړه، خو پاتې راغلل.
ډونلډ ټرمپ پر دغه کتاب سختې نیوکې کړې، خو لیکوال یې وايي، پر ولسمشر هیڅوک باور نه لري او د ده شاوخوا کسان هم یې د ولسمشرۍ وړ نه بولي.
نوموړی دا هم وايي، چې د ولسمشر ټرمپ نږدې کسان د هغه چلند ماشومانه بولي:
''هغه تل ځان ستايي هرڅه د ځان لپاره بولي، دا سړی نه څه لولي او نه اوري او د ماشوم په څېر چلند لري''.
د کتاب لیکوال د بنین له قوله پر ۲۰۱۶ کال له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د روسي وکیلانو او د ډونلد ټرمپ د زوی لیدنه خیانت بولي.
په کتاب کې راغلي، روسانو زوی ټرمپ ته وړاندیز وکړ چې د هېلري کلېنټن په تړاو معلومات به یې ټاکنډلې ته ور کړي.
د لیکوال د ادعا له مخې، سټیو بنین ویلي، دا ناسته د ډونلډ ټرمپ له وکیل پرته د ټرمپ برج په ۲۵ پوړ کې وه او باید ژر یې اېف بي ای ته رپوټ ور کړل شوی وی.
وېروونکې سپینه ماڼۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
مایکل وولف په خپل کتاب کې وايي، ډونلد ټرمپ ته سپینه ماڼۍ لږ سربدالوونکې او وېروونکې وه.
د نوموړي په خبره د جان اف کنېډې له دواران وروسته دا لومړی ځل و چې ولسمشر او مېرمن یې جلا جلا خونې درلودې.
''سره له دې چې خونه کې یې یو تلوېزون و، خو په همغو لومړیو ورځو کې ټرمپ امر وکړ چې دوه نور تلوېزونونه هم ورته یوسي او یو بل کولپ هم دروازې ته واچوي''.
لیکوال د خپل اثر یوه برخه نیویارک ټایمز ته د لیکنې په توګه استولې او پکې دعوه کوي، د ولسمشرۍ ټاکنو په شپه چې معلومه شوه ممکن ډونلډ ټرمپ یې وګټي، نو خپله ټرمپ حیران او "بې باوره" و:
"خو ناڅاپه په داسې سړي بدل شو چې باوري و، د امریکا د ولسمشرۍ وړتیا لري".
مایکل وولف وايي، د دې کتاب د نه چاپ لپاره د ډونلډ ټرمپ هڅې یو مخ نادوده وې او په داسې کولو سره یې ځان د یوې کوچنۍ کمپنۍ د مشر په توګه وښود.
لوی تور

د عکس سرچینه، Getty Images
د بي بي سي د شمالي امریکا د چارو مدیر جان سوپل وايي، که د دې کتاب پنځوس سلنه برخه هم سمه وي، نو د یوه وېرېدلي ولسمشر او د ګډوډۍ ښکار سپینې ماڼۍ انځور وړاندې کوي.
په دې کتاب کې تر ټولو لوی تور د جونیر ټرمپ او روسي استازو ترمنځ لیدنه ده.
د امریکا د کانګرېس په غوښتنه په دې تړاو پلټنې روانې دي.
پخپله ډونلډ ټرمپ او د روسیې چارواکي بیا بیا د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه ردوي.








