"ډونلډ ټرمپ امریکا د دریمې نړیوالې جګړې په لور بیايي"

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ جمهوریپال مشر باب کروکر وايي، د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ ممکن متحده ایالتونه د دریم نړیوال جنګ لارې ته ورسوي.
ښاغلی کروکر له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره ټلېفوني خبرو کې زیاتوي، ډونلډ ټرمپ ولسمشري د تلوېزوني نندارې په څېر چلوي او په سپینه ماڼۍ کې کارکوونکي د هغه د پېزوانولو مهارولو هڅه کوي.
د خپل ګوندي ملګري له خوا د امریکا پر ولسمشر د نیوکو لپاره له دا ډول ادبیاتو کار اخیستل بې مخینې بلل کېږي.
د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر له ایران سره د اټومي تړون د خوندیتوب ملاتړی بلل کېږي او د دغه تړون پرضد د ولسمشر ټرمپ د هڅو مخالف دی.
بارک کروکر په وروستۍ مرکه کې ټینګار کوي چې د ولسمشر چلند اندېښمن کړی او زیاتوي، ښاغلی ټرمپ داسې اېسي چې دې ته پام نه کوي پر نړۍ په تېره هغو سیمو چې په تړاو یې غږېږي د ده خبرې څومره اغېز لري.
د نوموړي په خبره، ډونلډ ټرمپ په شمالي کوریا په پرلپسې لفظي بریدونو سره خپل هېواد د نړیوالې جګړې په لار کې دروي.
د ټرمپ او کروکر ترمنځ جنجال

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه امریکايي سناتور د ولسمشر ټرمپ په ټوېټونو کې د "ناسمو" ادعاوو خپرېدلو ته په اشارې وویل، مستند معلومات لري چې په سپینه ماڼۍ کې هره ورځ د ولسمشر د پېزوانولو هڅې کېږي.
باب کروکر مخکې هم خبریالانو ته ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن، د دفاع وزیر جېمز متیس او د ولسمشرۍ دفتر مشر جان کلي دغه هېواد له ګډوډۍ ژغوري.
ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټویټ کې پر باب کروکر سخته نیوکه کړې او هغه یې "له ایران سره د بد تړون" مسوول بللی دی.
ښاغلي کروکر د امریکا په کانګرېس کې د ایران او شپږو قدرتونو د اټومي تړون د تصویب پر مهال د دې تړون ملاتړ وکړ.
ډونلډ ټرمپ په بل ټویټ کې ولیکل: "بار کروکر موږ ته د ایران تړون را کړه، همدا او بس. موږ روغتیايي خدمتونو (بېمې) ته اړتیا لرو، موږ د مالیو کمولو او مالي نظام سمون ته اړتیا لرو. موږ داسې کسان غواړو چې کار وکړي".
هغه ادعا کړې چې سناتور کروکر غوښتنه ترې وکړه چې د ۲۰۱۸ کال د مشرانو جرګې ټاکنو کې یې ملاتړ وکړي، خو ولسمشر له دې کار ډډه وکړه او په دې دلیل باب کروکر د خپلې څوکۍ د ساتلو لپاره په راتلونکو ټاکنو کې له ګډون شاته شوی دی.
سپینه ماڼۍ کې "ماشومان"

د عکس سرچینه، EPA
خو ښاغلي کروکر د ډونلډ ټرمپ د دې خبرو په ځواب کې د امریکا ولسمشر داسې کس وباله چې څارلو ته اړتیا لري او په ټویټ کې یې ولیکل:
"د شرم خبره ده چې سپینه ماڼۍ د ډېر عمره ماشومانو په زانګو بدله شوې ده. ښکاره ده چې نن یو کس خپل کاري وخت ته حاضر نه شو.
باب کرورک د بهرنیو چارو د وزیر رېکس ټېلرسن ملاتړی بلل کېږي او د رپوټونو له مخې له ولسمشر سره له جنجال ډک اړیکي لري.
ښاغلي ټېلرسن له خپلې دندې د استعفا کولو په هکله وروستۍ ګنګوسې بې بنسټه بولي.








