ملګرو ملتونو د بیت المقدس په تړاو د ټرمپ پرېکړه رد کړه

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هغه پرېکړه لیک منلی، چې وايي د امریکا متحده ایالتونه باید د اسراییلو پلازمېنې په توګه د بیت المقدس منلو پرېکړه بېرته واخلي.

د دغه هوکړه لیک تایید لپاره ۱۳۸ هېوادونو رایې ورکړې، ۳۵ هېوادونو رایې اچوونه کې برخه نه ده اخیستې او نهو هېوادونو یې مخالفه رایې ورکړې. پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې د بیت المقدس ښار حیثیبت په هکله پرېکړه (باطله او لغو) ده او باید بېرته واخیستل شي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی و، چې دغه پرېکړه لیک ته د تایید رایې ورکونکو مالي مرستې به بندې کړي.

د رایو له شمېرنې مخکې د فلسطین بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو وغوښتل چې ګواښونو ته له پام پرته رایې اچوونه کې برخه واخلي.

بل لور ته اسراییلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو د هوکړه لیک له منظورۍ مخکې دغه پرېکړه لیک رد کړ او ملګري ملتونه یې د 'دروغو مرکز ' وباله.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا څلور مستقلو او ۱۰ غیر مستقلو غړو هېوادونو هم د دغسې یوه هوکړه لیک د تایید لپاره رایې ورکړې وې، خو یوازې د امریکا د مخالفت له کبله هغه پرېکړه لیک نه و منل شوی او دا ځکه چې امریکا د امنیت شورا مستقل غړی هېواد دی.

د امنیت شورا پرېکړه لیک داسې صورت کې منل کېږي، چې ټول پنځه مستقل غړي هېوادونه امریکا، برتانیا، فرانسه، روسیه او چین یې د تایید لپاره رایې ورکړي.

امریکا، اسراییل، ګوایتیمالا، هوندیورس، د مارشل ټاپو، مایکرونیشیا، نورو، پلاو او ټوګو هغه هېوادونه دي، چې د ننني پرېکړه لیک خلاف یې رایې ورکړې.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۱۹۳ غړو هېوادونو بېړنۍ او ځانګړې غونډه له هغه وروسته د عربي او اسلامي هېوادونو په غوښتنه راوبلل شوه، چې امریکا د اسراییلو پلازمېنې په توګه د بیت المقدس منلو اعلان وکړ.